د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

فیصل: لاهم په پاکستان کې د حقاني شبکې ریښې نه دي وچې شوي


د افغان حکومت اجرایه ریاست د پاکستان د ملي امنیت د سلاکارسرتاج عزیزهغه خبرې بې اساسه وبللې چې ویلې یې وو، په افغانستان کې حقاني شبکه ډيره فعاله او پیاوړې ده.

د دې ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیوته وویل چې لاهم حقاني شبکه په پاکستان کې ریښې لري.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزی هم وایي چې حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله ده او له هماغه ځایه د افغانستان پرضد پلانونه جوړوي.

په افغانستان کې د حقاني شبکې د فعالیت او پياوړتیا په اړه د پاکستان د ملي امنیت د سلاکارسرتاج عزیز څرګندونې د افغان حکومت او د خلکو د استازو له جدي غبرګون سره مخ شوې.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، داسې شواهد نشته چې په افغانستان کې د حقاني شبکې فعالیت او پیاوړتیا ثابته کړي.

((افغان حکومت تراوسه داسې شواهد نه دي موندلي چې له مخې یې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکارادعا ثابته شي، لا هم په پاکستان کې د حقاني شبکې ریښې نه دي وچې شوي.))

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو سلا کارسرتاج عزیزد جرمني د بهرنیوچاروله وزیرسره په یوې ګډې خبري غونډه کې ویلي دي چې د حقاني شبکه په افغانستان کې ډېره فعاله او پیاوړې ده.

ښاغلي عزیز ویلي چې پاکستاني پوځیانو د حقاني شبکه د وزیرستان په قبایلي سیموکې ځپلې او له منځه یې وړې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزی هم د سرتاج عزیزدا څرګندونې بې اساسه بولي او وایي، دا ټولوته معلومه ده چې د حقاني شبکې ځالې په پاکستان کې دي:

((کوم تروریستي عملیات چې دوی جوړوي، طرحه او برنامه یې هلته جوړوي، دا په دې مانا ده چې دلته په افغانستان کې دوی کوم خاصه قرارګاه یا جایګاه نه لري، او که لرله یې اوس به وخته زموږامنیتي ځواکونوله منځه وړې وه، دوی چې قوي دي په پاکستان کې، شمالي وزیرستان کې، میرام شاه کې نه په داخل د افغانستان کې.))

د سیاسي چارو یو شمېرافغان څیړونکي بیا وایي، پاکستان په دې ډول خبرو سره د خپل بام واورې پرافغانستان ور اچوي او ځان له مسولیته خلاصوي.

د سیاسي چاروڅيړونکې او لیکوال زبیرشفیقي هم ورته نظر لري:

((پاکستان هڅه کوي چې د ترهګرو مرکزونه افغانستان ته راولېږدوي او یواځې د دغه هېواد هدف دا دی چې کومې ادعاوې له افغانستان له خوا کېږي چې کوم کسان نیول کېږي دا د حقاني شبکې دي اوس دوی غواړي داسې وښيي چې د حقاني ډلې مرکزپه کابل کې دی او عملیات هم په افغانستان کې کوي.))

د پاکستان د ملي امنیت سلاکارپه داسې حال کې ویلي چې د حقاني ډله په افغانستان کې پیاوړې ده چې، د افغانستان د ملي امنیت ریاست اوس – اوس په کابل کې د وروستیو حملو په تورد حقاني شبکې او پېښورشورا دېرش تنه غړي نیولي دي.

سیاسي کړۍ وايي چې اوس امریکا پرپاکستان فشار راوړی دی که د ترهګرۍ په وړاندې جدي مبارزه ونه کړي نوخپل کلنۍ یو میلیارډ ډالري مرسته به پرې ودروي.

د دوی په وینا دې موضوع ته په پام سره، پاکستان غواړي دا وښيي چې په خپله خاوره کې دننه یې د حقاني ډله او نورې ترهګرې ډلې ځپلي دي او اوس دغه ډلې په افغانستان کې پیاوړې دي.

XS
SM
MD
LG