د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د فاریاب د قیصار د خواجه کينتي سیمه بيا سقوط وکړ


د فارياب ولایت د قيصار ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، تېره شپه د خواجه کينتي سیمه بيرته د وسله والو طالبانو لاسو ته لوېدلې ده.

د قيصار ولسوالۍ سرپرست ازادي راډيوته وويل چې تېره اوونۍ د ولسمشرد لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ پراخ عمليات پيل شوي وو چې په پايله کي يې له دې سيمې وسله وال طالبان ووتل. خو تېره شپه يوځل بياطالبانود يادې سيمې کنټرول ترلاسه کړ او افغان امنيتي ځواکونه د قيصار ولسوالۍ په شاخ سيمه کې پرشا تللي دي.

دقيصار سرپرست ولسوال حاجي رحمت الله وايي، د ملي اردو ځواکونو يو کنډک په خواجه کينتي سيمه کې ځای پر ځای وو او او اوس مهال يې د قيصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې پرشاتګ کړی دی.

ښاغلی رحمت الله ادعا کوي د ملي اردو سرتيرو په دې عمل سره د ځايي پوليسو او اوسېدونکو ژوند ته پام نه دی کړی:

((خواجه کينتي پرون ماخستن سقوط وکړ. د ملي اردو ځواکونو شااوخوا دوه ساعته جګړه وکړه او مقاومت يې وکړ او وروسته يې سقوط وکړ.

په هغه ځای کې د ملي اردو يو کنډک ځای پرځای وو او يوازې له يونیم يا دوه ساعته مقاومته وروسته يې سيمه پرېښوده.

د نورو ځواکونو سرنوشت د ملي اردو د سرصدقه ده، هر څنګه چې شول- شي به.

په خپله زغره وال ټانکونه لري، په کې سپاره شي او راشي او د نورو خلکو زامن مري، پاتې شي مهمه نه ده چې څه پرې کيږي. دا هېواد همداسې هېواد دی.))

د قيصار ولسوالۍ سرپرست همدا راز وويل چې د جګړې پرمهال او د ملي اردو د سرتيرو د پرشا کېدلو وروسته، دغو سرتيرو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې خو له دې ځواکونو څخه زغره وال موټر، رنجر او دوه د مهماتو نقلولو موټر په سیمه کې تر شاپاتې شوي دي.

ترډېروهڅو وروسته ونه توانېدو چې د ۲۰۹ شاهين قل اردو د لومړۍ لوا د چارواکو نظر واخلو.

له بلې خوا د قيصار ولسوالۍ د شاخ سيمې اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي او وايي، که دولت لازم امنيتي تدابير ونه نيسي، د شاخ او غوره سيمې بيرته د طالبانو لاسوته لويږي.

د قيصار ولسوالۍ د شاخ سيمې يو اوسېدونکې داسې وايي:

((د شاخ وضعيت هم ډېرښه نه دی ځکه چې طالبان ډېرد شاخ خواوو ته راټول شوي دي.

نن شپه به څرګنده شي چې يا يې هغوی نيسي او که به يې دا نور ووهي. د شاخ سرنوشت به نن ماخستن معلوم شي.))

دغه اوسېدونکې همدا راز وايي، جګړو د سيمې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي:

((په خدای قسم دی چې خلک در په دره او اواره شوي دي.

پرون خلکو وويل چې تردې حال مرګ ښه دی. خلک خواران هم له طالبه بيريږي او هم له اربکي ځواکونو. اربکيان وژل کوي او طالبان هم وژل کوي.

طالب زموږ سر پرې کوي او اربکي زموږ پر سينه ډزې کوي.

خلک در په در دي. حکومت له ځانه کومه سمه توجه نه ده کړې او په دې حالت کې حکومت نه کيږي او هيڅ امکان نه لري چې ارامي شي.))

خواجه کنتي د قيصار ولسوالۍ له ډيرو مهمو سيمو څخه ده چې له تيروڅلورو کلونو راهيسي د طالبانو په کنترول کې ده او تېره اوونۍ د جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا دا سيمه ازاده شوې وه.

XS
SM
MD
LG