د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

په شمالي وزيرستان امريکايي بې پيلوټه الوتکې ٥ وسله وال وژلي


د امريکا بې پيلوټه الوتکو افغان پولي ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د ترهګرو پر يوه مرکزتازه بريد کړى چې په نتيجه کې يې هغوى ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي، چې بې پيلوټه الوتکو د چهارشنبې په شپه ناوخته د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله د دتاخېلو په کرونده نومې سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز حمله کړى چې په نتيجه کې يې د لومړنيو راپورونو له مخې لږترلږۀ ٥ وسله وال مړه او ٣ ټپيان شوي دي.

د چارواکيو په وينا، بې پيلوټه الوتکو په دې سيمه کې پر يوه کورپرله پسې دوه توغندي وېشتي چې په نتيجه کې يې د کور ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچېنې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې په شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بريد پخلى وکړ، خو د وژل شويو ترورېستانو د هويت او شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

په عين حال کې د شمالي وزيرستان يوه ځايي امنيتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستى، له فرانسپريس خبري اژانس سره په خبرو کې په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو د بريد په نتيجه کې د ٥ ترهګرو د مړينې پخلى کړى دى.

له بلې خوا بيا پاکستاني رسنۍ د ځايي امنيتي و استخباراتي چارواکيوپه حواله وايي چې په وژل شويو کې ځينې بهرني وسله وال هم دي، خو د هغوى د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.

شوال او دتاخېل د شمالي وزيرستان لرې پرتې غرنۍ سيمې دي چې له افغانستان سره نښتې پولي لري.

ويل کېږي چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله د حقاني شبکې د وسله والو په ګډون پاکستاني طالبان او نور وسله وال دې سيمې ته تښتېدلي او له دې ځايه په افغانستان او پاکستان دواړو کې ترورېستي بريدونه پلانوي.

د امريکا بې پيلوټه الوتکو د شمالي وزيرستان په لرې پرتې سيمې کې پرمېشتو ترهګرو دا بريد په داسې وخت کې کړى چې تېره ورځ د امريکا د ملي امنيت سلاکارې اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال د پاکستان له سياسي او پوځي چارواکيو غوښتي چې د حقاني شبکې پرضد دې کلک اقدامات وکړي.

د شمالي وزيرستان په دې لرې پرتې غرنۍ سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو بريد په داسې وخت کې شوى چې پاکستانيو پوځيانو په کې له تېرو لسو ورځو راهيسې ځمکني عمليات پيل کړي دي.

پاکستانيو امنيتي ځواکونو چې د تېرميلادي کال له جون راهيسې يې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي، ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان ٩٠ سلنه برخه يې له ترهګرو پاکه کړى، زرګونه کورني او بهرني وسله وال يې وژلي او د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى دى.

د يادونې وړ ده چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو تر پيلېدا وروسته سيمې ته د خبريالانو پر ورتګ بنديز لګېدلى چې له امله يې خپلواکو او ځايي سرچېنو لا تراوسه د پوځ د ادعاوو پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG