د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

څیړونکې "خدیجه اسماعیلوا" ولې په بند محکومه شوه؟


د اذربایجان یوې محکمې د ازادې اروپا د راډیو څیړونکې خبریاله خدیجه اسماعیلوا په اوه نیم کلونو بند محکومه کړه.

په خديجې باندې داسې تورونه لګول شوي و چې د بشري حقوقو مدافع سازمانونو ورباندې انتقاد کړی و.

دغو سازمانونو ویلي و چې دغه تورونه د هغو رپوټونو د غچ اخیستو لپاره لګول شوي چې نوموړې په اداري فساد کې د لویوچارواکو د لاس لرلو په هکله لیکلي و.

د باکو محکمې پرون خدیجه اسماعیلوا، د بهتان لګولو، د ماليې نه ورکولو، د غیرقانوني تجارتي فعالیت او د واک څخه د ناوړه استفادې په مواردو کې ګرمه وپیژندله.

د حبس ترڅنګ د خدیجې په حق کې دا حکم هم شوی چې د درېیو کلونو لپاره به دفترنه لري او درې سوه ډالرهم جریمه شوې ده.

خو هغې د یو بل تورپه وړاندې چې ګنې یو کس یې انتحار ته هڅولې وروسته تردې برائت حاصل کړ چې شکایت کوونکی له خپلې ادعا تیر شو.

میرمن اسماعیلوا چې د ازرباییجان د جمهور رییس الهام علییف او د هغه د کورنۍ د مالي راکړو ورکړو په هکله یې پراخه رپوټونه ورکړي دغه تورونه یوه ټګي او چل ول ګڼي چې هدف یې د هغې د فعالیت بندول دي.

د هغې مدافع وکیل فاریزنمازلي وویل چې اسماعیلوا به استیناف ته مراجعه وکړي:

((البته چې موږاستیناف ته مراجعه کوو. خدیجه حیرانه شوه هغې تمه درلوده چې تردې به په اوږدې مودې حبس محکومه شي.

البته چې موږ توقع نه درلوده چې محکمه به یې خوشې کړي.

موږڅوک نه دې لیدلي چې په دغسې یوه قضیه کې خوشې شي.))

د ازادي راډیو مرستیال مشر وویل چې د اسماعیلوا محاکمه د سیاست یومثال دی نه د قانون. نیناد پییچ په یوې اعلامیې کې زیاته کړه چې:

((نه لګول شوي تورونه مناسب وو او نه یې محاکمه. چارواکو فیصله وکړه چې په هر قیمت چې وي هغه چوپ کړي.))

د اسماعیلوا مورپه باکو کې خبریالانو ته وویل چې د محکمې فیصله به یې د لورچې جایزه یې هم ګټلې د کاراو فعالیت مخه ونه نیسي. ایلمیرا اسماعیلوا وویل:

((زه حکومت ته هیڅ نه وایم. داسې یو حکومت ته به څه ووایم چې خدیجه یې د تحقیقاتي رپوټونو له کبله نیولې ده؟

خو یو څه کیدای شي ورته ووایم او هغه دا چې یا ځانونه سم کړئ او یا له واکه لیرې شئ.))

دغه راز د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د رسنیو د ازادي استازې دنیا میجاتو وویچ د ټویټرپه یوه پیغام کې د اسماعیلوا د محاکمې په هکله وویل چې دا د ازرباییجان څخه ناوړه خبرونه دي.

میرمن اسماعیلوا محکمې ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ازربایجان حکومت د خلکو د سرکوبولو ماشین وګاڼه.

XS
SM
MD
LG