د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

کامه وال: یو شمېرتحصیلي موسسې له قانوني مجوزه پرته کار کوي


د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي چې د لوړو زده کړو یو شمېرخصوصي تحصیلي موسسې شته چې له قانوني مجوز پرته د زور او واک نه په ګتې اخیستنې سره کار کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو ریس محمد امیرکامه وال ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی په دې اړه د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو ته شکایت هم کړی خو دغه موسسې لاهم فعاله دي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسوله د بې کیفیتۍ په اړه بې ساري انتقادونه موجود دي، د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د یو شمېر غیرقانوني تحصیلي موسسوله شتون هم خبر ورکوي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو ریس محمد امیرکامه واله ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې، د دغو موسسو نوم وانه خیست خو ویې ویل چې په اړه یې دوی عدلي او قضايي ارګانونو ته هم شکایت کړی دی:

((اوس مهال په ټول افغانستان کې ځیني موسسې دي چې په غیرقانوني ډول فعالیت لري، پرته له دې چې له لوړو زده کړو وزارت نه یو مجوز واخلي خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، زموږاقدام دا و چې عدلي ارګانونو ته مو مکتوبونه ورکړل خو دا چې تراوسه یې ولې مخه نه ده نیول شوې دا ماته هم یو سوال دی.))

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پخوا هم د یو شمېر داسې پوهنتونونو یادونه کړې وه چې ویل کېدل د یو شمېر ګاونديو هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېږي.

ښاغلی کامه وال د دغو موسسو شمېرچې په غیرقانوني ډول فعالیت کوي د پنځو، شپږو په حدودو کې یاد کړ.

د یادونې ده چې نن، سبا په ټول افغانستان کې نېږدې ۱۲۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو تحصیلي موسسې موجودې دي چې ډېری یې په دې وروستیوکلونو کې جوړې شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د دغه نا قانونه پوهنتونونو او تحصیلي موسسو نه خبر دي او تر رخصتیو وروسته به یې په اړه اقدام وکړي:

د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړ زده کړو چارو کمیسیون غړی، عبدالودود پیمان:

((په واقعیت سره هغه څه چې وزارت ادا کړې خبره یې سمه ده، دا موضوع هغه مهال موږته ورسیده چې د اوړي په رخصتیو تللو چې جرګه کار پیل کړي نو دا موضوع څېړو، قانون موجود دی څوک یاغي ګري نشي کولای، باید ځان اصلاح کړي ګنې د پارلمان په همکارۍ به یې دروازې وتړو.))

وموغوښتل په دې اړه د عدلي او قضايي ارګانونو نظرهم ولرو خو د بیا-بیا اړیکو با وجود بریالي نشو.

په افغانستان کې په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په تحصیلي موسسو کې د جذب کلنۍ شمېرد دولسمو ټولګیو تر فارغینو څو چنده کم دی او خلک مجبوره دې چې د لوړو زده کړو لپاره خصوصي موسسو ته مراجعه وکړي.

خو ډېرځله دوی د خصوصي پوهنتونونو او خصوصي تحصیلي مرکزونو په غوراوي کې له دې امله دوه زړې وي چې د ناقانون توب له امله بې یې سند ونه منل شي او کړې خواري به یې په اوبو لاهو شي.

XS
SM
MD
LG