د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

کابل: راتلونکي اونۍ به د توکیو او لندن کنفرانس تعقیبي غونډې جوړې شي


کابل به راتلونکې اونۍ د توکیو او لندن د غونډو په دوام د دوه اړخیزې ځواب ورکونې د یوې دوه ورځنۍ نړېوالې غونډې کوربه وي.

د مالیې وزارت وایي، د لوړ پوړو چارواکو په دغه ناسته کې چې د(SOM) په نوم هم یادیږي، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام او د افغان حکومت له خوا د ژمنو د عملي کیدو پر څرنګوالي خبرې کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول ناستې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام لپاره ډير مهمې ګڼي.

د مرسته کوونکو لسګونه هېوادونو استازې به راتلونکې اونۍ په کابل کې له افغانستان سره د مرستو د دوام او د افغان حکومت له خوا په یو لړ برخو کې د پرمختګونو د څرنګوالې په اړه خبرې وکړې.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي ازادي راډيو ته وویل، په دغه غونډه کې د افغان حکومت پر لومړیتوبونو لکه امنیت، ښه حکومتوالي او یو لړ نورو برخو بحثونه کیږي او په مقابل کې یې نړېوال له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کوي.

ښاغلي عبدالرحیم زي په دغه غونډه کې د بحث وړ مسایل داسې یاد کړل:

((ټول هغه ملي مسایل چې افغانستان پورې مربوط کیږي.

که هغه خصوصي سکټور ده، که د ښځو په برخه کې یا امنیت په برخه کې ده. په یادو مسایلو د افغانستان د لومړیتوبونو په اساس بحث کیږي.))

دغه ناسته د توکیو او لندن په غونډو کې د شویو دوه اړخیزو ژمنو د ارزونې چوکاټ دی چې هرکال او یا هم د ضرورت له مخې جوړیږي.

د توکیو غونډه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جوړه شوې وه چې په کې له افغانستان سره د شاوخوا شپاړس میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه.

دغه راز د ملي وحدت حکومت تر جوړیدو را وروسته د ۲۰۱۴ کال په ډیسمبرکې هم له افغانستان سره د نړېوالو د مرستو د دوام لپاره په لندن کې یوه غونډه جوړه شوه.

په دواړو غونډو کې پردې ټینګار وشو چې دا مرستې به افغان حکومت ته د یو لړاقداماتو په مقابل کې ورکول کیږي.

نړېوال له افغانستانه په ځانګړې توګه د ښې حکومت دارۍ، له فساد سره د مبارزې، دبشري حقونو د ساتلو او یو لړ نورو برخو کې د اقداماتو غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت پخوانی ویاند او د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني د دا ډول ناستو جوړیدل ځکه مهم ګڼي چې په کې افغانانو ته د نړېوال د مرستو د دوام فرصتونه جوړوي:

((دا د افغانستان لپاره یوه حیاتي غونډه ده ځکه په مشخصو برخو کې به د افغانستان پرمختګونه له نړېوالو سره شریکیږي.

په مقابل کې یې نړېوال هم له افغانستان سره ژمنې لري چې ترټولو مهمه یې له افغانستان سره کلنۍ څلور میلیارده ډالره مرسته ده.))

ښاغلی جیلاني وایې، راتلونکې غونډه له دې امله هم مهمه بلل کیږي چې په کې د لومړي ځل لپاره به افغان حکومت له نړېوالو وغواړي چې نړېوالې مرستې د افغانستان د حکومت له لارې ولګول شي.

کارپوهان وایي، افغانستان اوس د نړېوالو بحرانونوله لومړیتوبونو وتلی دی او نړېوالې ټولنې ترډيره د منځني ختیځ او اکراین غوندې مسایلو باندې تمرکز کړی دی.

دوی وایې، افغان حکومت باید کوښښ وکړي څو نړېوالو ټولنې له افغانستان سره د دوامداره مرستو لپاره قناعت ورکړي که نه نو د تیرې نږدې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې به له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG