د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

حقجو: د ایسا په تشکیلاتو کې د کموالي پریکړه شخصي نه ده


د ایسا یا د افغانستان د پانګونې د ملاتړې ادارې چارواکي وايي، د اداري تشکیلاتو د پراخیدو د مخنیوي لپاره د دې ادارې څه باندې سل کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

د دې ادارې ريیس محمد قربان حقجو د چهارشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، دا اقدام به د دې ادارې په چارو کې شفافیت، په پروسیجرونو کې ساده ګي او د پانګوالو ستونزې کمې کړي.

له دندو ګوښه شوي وايي، مسلکي نه بلکې سیاسي او سلیقه وي چلند شوی دی.

د ایسا یا د افغانستان د پانګونې د ملاتړې ادارې چارواکي وايي، د دې ادارې په تشکیلاتو کې کموالی د افغانستان د پانګې اچونې د عالي کمیسیون پریکړه ده، نه شخصي او سلیقه وي.

په تازه شپو ورځو کې د ایسا د ادارې یو سلو درې دیرش کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

د ایسا ريیس محمد قربان حقجو د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیوته وویل، دولت له کابو دوو کلونو راهیسې د دې ادارې د تشکیلاتو له اوسني پراخوالو سره موافق نه و او تصمیم یې درلود چې د دې ادارې، ځیني دفترونه چې چارې یې له نورو دفترونو سره ورته والی ولري، تنقیض کړي.

ښاغلي قربان وویل، دغه اصل ته کتو سره، د تشکیلاتو د تنقیض یوه طرحه ترتیب او حکومت تصویب کړه:

((د دې لپاره چې دا اداره د عوایدو له پلوه پر پښو ودریږي، د بودجې کسر ونه لرو او چارې یې شفافې وي، د افغانستان د پانګې اچونې عالي کمیسیون تصمیم ونیو چې د دې ادارې دیرش فیصد تشکیل دې کم شي دا تشکیل له هغوی سره و او پریکړه یې کړې ده او دا زما شخصي تصمیم نه دی.))

ښاغلي حقجو وویل، د ایسا ادارې په لومړي سر کې، په لوړو، منځنیو او وړو پوستونو، یو سلواتیا کارکوونکي لرل چې وروسته دا شمېره په غیر مسلکي ډول، څلور سوه پنځوسو ته ورسیده. د دوې تنخواګانې له دوو څخه نیولې تر څلورو او پنځه زرو ډالرو پورې رسیدلی.

ده وویل، د دې ادارې عوایدو نور، نه شوای کولی چې پرته له ضرورته په هره میاشت کې دومره ډیره تنخوا ورکړي.

په عین وخت کې له دې ادارې څخه ګوښه شوي کسان وايي، یو سلو درې دیرش لیرې شوي کسان ټول د لوړو زده کړوخاوندان، مسلکي او پوه خلک و خو، په یوه غیر قانوني اقدام ، له دندو ګوښه شول.

د لیرې شویو له ډلې یو د دې ادارې سلاکار ډاکټرکبیر رنجبر دی.

ده وویل، دغه تصمیم د شخصي سلیقو او په دې اداره کې د سیاسي مداخلو په اساس نیول شوی دی:

((په خواشینۍ سره د ایسا نوې رهبرۍ، پرته له دې چې د دې ادارې له رهبري هیئت سره مشوره وکړي، دا تصمیم یې ونیو.

دا تصمیم د دې ادارې له قوانینو او پالیسیو خلاف نیول شوی دی.))

حقجو وايي، په دې اداره کې اضافي پوستونه له منځه وړل شوي نه دا چې ګواکې له کارکوونکو سره یې شخصي یا سیاسي چلند شوی دی.

ویل کیږي چې د ایسا اداره له پیل راهیسې له اداري ستونزوسره مخ ده، ريیسان یې په لږه موده کې یو له بل پسې بدل شوي او هره یوه یې له پانګوالو سره د ښه کارکولو ژمنې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو څه موده وروسته، د اجراییي ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کسان له وسلو سره دغه دفتر ننوتي او ځانونه یې د دې ادارې د ځینو پوستونو مستحق ګڼل. خو حکومت ېې مخه ونیوله.

سوداګر او پانګوال وايي، دا اداره مکلفه ده چې دوې ته د فعالیت اسانیتاوې برابرې کړي.

پخوا تردې هم پانګوالو شکایت درلود چې د دې ادارې قوانین پیچلي او د جواز پراخیستلو يې ډیر وخت ضایع کیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG