د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د افغانستان بشرحقونو کمېسیون: د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ شوی


د افغانستان بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم د بشر حقوقونو او یوشمېرنور برخو کې ځیني ستونزې شته، خو تدریجي پرمختګ هم ترسترګو کیږي.

د افغانستان د بشرحقونو کمېسیون چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د بشرحقوقو د څارسازمان په یو لیک کې له افغانستان سره له مرسته کوونکو هېوادو څخه په یوه لیک کې غوښتي چې په دې هېواد فشار راوړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې له پخوا اندېښنې موجودې وې، خو د افغانستان د بشري حقوقونو کمېسیون وايي چې دامهال په بېلابېلو برخو کې تدریجي پرمختګ لیدل کیږي.

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بیدارد سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل په هغه برخوکې چې پرمختګونه نه دي لیدل شوي هغه د ملکي تلفاتو مخنیوي برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بشرحقونو د څارسازمان له افغانستان سره له مرسته کوونکو ۱۲ هېوادونو څخه په یوه لیک کې غوښتي چې په افغانستان فشار راوړي هغه ژمنې چې د توکیو او لندن په غونډه کې له نړېوالې ټولنې سره کړې عملي کړي.

د توکیو او لندن په غونډو نړېوالو له افغانستان سره د اوږدمهال ژمنو مرسته کړې او افغان حکومت ډاډه ورکړی چې په افغانستان کې به د فساد مخه نیسي او د بشري حقونود خونديتوب لپاره به ګامونه پورته کوي.

د بشرحقونو د څار نړېوال سازمان د اسیا د برخې مرستیال فلیم کاین ویلي افغانستان د بشرحقونو په برخه کې هغه لاس ته راوړنې چې له په تېرو څوارلس کلونو کې درلودې په دې وروستیو کې یو څه زیانمنې شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه په دې اړه اندېښنه ښکاره کوي او وايي، حکومت ژمن دی چې له نړېوالې ټولنې سره کړې وعدې پوره کړي.

د دې جرکې مرستیال محمد نذیزاحمدزي ازادي راډیو ته وویل، د ملي وحدت حکومت توانېدلی هغه ژمنې چې د حکومت د کارونو په پیل کړې کړې وې نږدې څلويښت فیصده عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان یا ریکا غوڼده چې د توکیو او لندن د غونډو اجنډا په کې تعقیبیږي جوړه شي.

د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تراوسه په بېلابېلو هېوادونو کې مختلف کنفرانسونه جوړ شوي خو د چارو یو شمېرڅیړونکي وایي، دغه هېواد لاهم نه دی توانېدلی چې نړېوالې مرستې سمې جذب او ولګوي.

راپور: رحمت الله افغان

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG