د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

مستغني: د ریکا جوړیدونکې غونډه به د پخوانیو په پرتله ګټوره ترسره شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د ریکا جوړیدونکې غونډه د پخوانیو غونډو په پرتله ګټوره ترسره کړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن( چهارشنبې) خبریالانوته وویل چې دغه غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو په کابل کې جوړیږي.

په دې غونډه کې د شاوخوا دیرشو هیوادونو او څلویښتو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

دا د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو شپږمه غونډه ده چې کیږي، خو بهرنیو چارو وزارت وایي، د تیرو غونډو په پرتله به دا موثره او ښې نتیجې ولري.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دغه کانفرانس کې به له پخوانیو تجربو څخه ګټه واخیستل شي او پخوانۍ تشې به ډکې شي:

((موږهیله من یو چې د ریکا شپږمه غونډه چې سبا او بله ورځ د افغانستان په کوربه توب جوړیږي، ښه او موثره ترسره کړو، دا چې مونږ د ریکا له شپږمې غونډې زیاته هیله لرو لامل یې دادی چې په دې کانفرانس کې به د ریکا له پخوانیو تجربو او درسونو څخه ګټه واخیستل شي.))

د ریکا شپږمه غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو په کابل کې جوړیږي او د غونډې په لومړۍ ورځ به په انرژۍ او طبعي منابعو، سیمه ییز پیوستون او د سوداګرۍ او خصوصي سکتور پر ودې خبرې وشي.

د ښاغلي مستغني په خبره، د اورګاډي سیمه ییزه پنځه اړخیزه او درې اړخیزه پروژې، د چاه بهار بندر او د لاجور لاره هغه پروژې دي چې د ریکا شپږ په غونډه کې به ورباندي بحث و شي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راز وایي چې د لومړۍ ورځې د بحثونو نتیجې به د جمعې په ورځ د ریکا په اصلي غونډه کې وڅیړل شي چې د دیرشو هیوادونو او څلویښتو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو استازي به برخه په کې ولري.

د ریکا پروسه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې پیل شوه چې لومړۍ غونډه یې هم هغه مهال په کابل او بیا څلورنورې یې په پاکستان، هند، تاجکستان او ترکیه کې ترسره شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، د ریکا د شپږمې غونډې نتیجې او ژمنې به تعقیبوي او په دې برخه کې به بیلابیل میکانیزمونه عملي کوي:

((د ریکا په شپږمه غونډه کې پر دې تاکید کیږي چې د بحث وړ پروژو نتیجې تعقیب شي، په دې برخه کې به مونږ د راپور ورکونې میکانیزم رامنځته کوو او د پروژو به منظمه څارنه کوو، په همدې اساس مونږ هڅه کوو چې د مالي ستونزو په اړه هم یو میکانیزم رامنځ ته کړو.))

د اقتصادي چارو څيړونکي د ریکا غونډه د افغانستان لپاره مهمه بولي او وایي حکومت ته په کارده چې له دې فرصت څخه په استفادې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه را جلب کړي.

XS
SM
MD
LG