د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

اقتصادي فعالیت او امنیتي وضیعت د افغاني پیسو ثبات تضمینولای شي


د افغانستان بانک چارواکي وایې، یوازې په امنیتي وضیعت کې ښه والی او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولای شي چې د افغاني روپیو ثبات تضمین کړي.

د افغانستان بانک عمومي رییس ازادي راډيوته وویل، په تیروڅلورو کلونو کې د اقتصادي پراختیا کمښت د افغانیو په ارزښت ناوړه اغیز کړی.

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د بیې په کمیدو سره خلک ټينګارکوي چې حکومت باید د افغانیو د ثبات لپاره بنیادي هڅې وکړي.

د افغانستان بانک چارواکي هم دا موضوع مهمه ګڼي او وایي چې افغانې پیسې به هغه مهال له ښه ثبات نه برخمنې شي چې په هېواد کې امنیت تامین شي او اقتصاد پراختیا پیدا کړي.

د دغه بانک مشرخلیل صدیق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې هڅې شوي خو دا هڅې کافي نه دي:

((ناامني د داخلي تولیداتو کمښت بیکاري دا ټول په دې برخه کې خپل تاثیرات لري، خو زه ډاډ درکوم چې موږ ډير قوي پشتوانه لرو، خلک باید په افغانیو دومره اعتماد ولري لکه څنګه چې په ډالرو لري.))

ښاغلي صدیق د ناامنیو ترڅنګ د نړېوالو ځواکونو وتل او د بهرنیو موسسو او انجوګانو کمیدو ته په اشارې وویل چې دا عوامل د دې سبب شوي چې د بهرنیواسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بازارونوکې یو امریکایې ډالر په ۶۵ افغانیو هم تبادله شوی چې دې موضوع د خلکو جدي اندیښنې راپارولي دي.

خود اقتصادي چارو څیړونکي وایي چې په بازارونوکې د اسعارو د زیرمو له عرضې باید مخنیوی وشي او پرځای یې هڅه وشي چې د سوداګرۍ یو متعادل سیستم جوړ شي.

افغان کارپوه محمد امین فرهنګ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

((د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د ډالرو راتګ کم شوی دی، خو که چېرې دغه زیرمو شوو اسعارو عرضه په بازرانو په دې ډول وي چې د افغانیو بیې لوړې کړي دا به ښه نتایج ونه لري، هغه زیرمې اضطراري حالاتو لپاره دي، بهرینه لار همدا ده چې ډيرژرداسې پروژې په پام کې ونیول شي چې داخلي تولیدات لوړ کړي ترڅو زموږد سوداګرۍ بیلانس مثبت لوري ته حرکت وکړي او له دې لارې موږ بهرني اسعار ترلاسه کړو.))

افغان چارواکي د افغانستان بانک د سواداګرۍ بیلانس د۹۴ تر ۹۶ سلنې ترمنځ په ګوته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې یو شمېرافغان کار پوهانوحکومت تورن کړی د افغاني روپیو په زیرمې کولو نه دي توانیدلي.

خو افغان حکومت ډاډ ورکړی چې د نړېوالې ټولنې په مرستو او اقتصادي پراختیا سره به وکولای شي چې په هېواد کې روانې ستونزې حل کړي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG