د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ"ریکا" کنفرانس په کابل کې پرانستل شو


د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزې اقتصادي همکاریو دوه ورځنی کنفرانس نن په کابل پرانستل شو.

د دغه کنفرانس د پیل پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي وویل چې افغان دولت به د بهرني پانګوني لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.

ویل کیږي چې په دې کنفرانس کې به د ترانزیټ، سوداګرۍ، طبیعي منابعو ترڅنګ د ټاپي او کاسه یکهزار پروژې باندې هم د دغه کنفرانس د ګډونوالو له خبرې وشي.

په دغه کنفرانس کې د ۳۰ مرستندویه هېوادونو استازو او نړېوالو سازمانونو ګډون کړی دی.

پخوانی راپور:

کابل نن او سبا د ریکا یا د سیمه ییزې همکارۍ د غونډې او بیاشنبې او یکشنبې د سام په نوم د لندن او توکیو د نړېوالو غونډو د ځواب ورکولو د کنفرانس کوربه دی.

افغان حکومت وایي چې دې غونډو ته یې چمتوالی نیولی، وړاندیزونه ورته لري او هیله لري چې نړېوال به له افغانستان سره مرستې وکړي.

د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزې همکارۍ په نننۍ غونډه کې پر انرژۍ، طبیعي منابعو، سیمه ییز پیوستون، سوداګرۍ او د خصوصي سکتور پر ودې خبرې کیږي.

دا د ریکا شپږمه غونډه ده. افغان دولت هیلمن دی چې دا ځل به د ریکا له غونډې ښې نتیجې ترلاسه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني په کابل کې رسنیوته د ښو نتیجو علت داسې بیان کړ:

((موږهیله لرو چې د ریکا شپږمه غونډه ښه او اغېزمنه ترسره کړو. د دې لپاره د ریکا له شپږمې غونډې ډيره هیله لرو چې په دې غونډه کې به د ریکا له پخوانیو تجربو ګټه واخیستل شي.))

د ریکا په غونډه کې د دیرشو هېوادونو او څلویښتو نړېوالو او سیمه ییزو موسسو استازي ګډون کوي.

د ریکا لومړۍ غونډه لس کاله مخکې په کابل کې جوړه شوې وه بیا یې څلورنورې غونډې په پاکستان، هند، تاجکستان او ترکیې کې ترسره شوې.

د ریکا په سبانۍ غونډې کې به د نن ورځې پر وړاندیزونو غور وشي او د حل لارې چارې به ولټول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزی د ریکا د غونډې پراهمیت ټینګارکوي او د دې غونډې بریالیتوب د سام د غونډې بریالیتوب ګڼي:

((که چیرته زموږ دولت په دې ماموریت کې ناکامه شي، تر دې وروسته چې د سام په نوم کنفرانس چې د لندن د غونډې ادامه ده په هغې کې هم بیا موږ ناکامه کیږو او هغه ژمنې چې مو له نړېوالو سره کړې دي چې موږ به فساد له منځه یوسو، ښه اداره به رامنځته کړو، سالم مدیریت به رامنځته کړو په هغې کې هم بیا ناکامه کیږو.

زه باور لرم چې زموږ دولت به زیار وباسي. خصوصي سکتور چمتو دی او په افغانستان کې اوس هم د پانګونې ظرفیتونه شته او عملا باید خصوصي سکتور او نړیوالو ته وښوول شي چې دا دولت د دې ظرفیت لري چې هم فساد له منځه وړي او هم ښه مدیریت کولی شي.))

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ کابل د توکیو او لندن د غونډو په دوام د دوه اړخیزه ځواب ورکولود دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربه وي.

په دغه ناسته کې به چې د(SOM) په نوم یادیږي، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د مرستو د دوام او د افغان حکومت له خوا د ژمنو د عملي کیدو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د توکیو په غونډه کې په ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان سره د شاوخوا شپاړس میلیارډه ډالرو مرستو ژمنه وشوه. د دې مرستو په بدل کې له افغان حکومته نړیوالې ټولنې له اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو او ماشومانو د حقونو، اقتصادي ودې او امنیت په برخو کې د پرمختګونو ژمنې واخیستې.

تیرکال بیا د لندن په کنفرانس کې یو ځل بیا نړیوالو پر دې ژمنو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې له بیکارۍ شکایتونه زیات شوي دي که چیرته تر یکشنبې پورې افغانان وتوانیږي چې د نړیوالو ملاتړ جذب کړي نو تر یوه بریده ممکن دغه ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG