د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

په بلوچستان کې ۵۸میرمنې د کورني تاوتریخوالي او د غیرت په نامه وژل شوي


د ښځود حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې (عورت فاونډېشن) له خوا په تازه خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي چي سږکال په بلوچستان کې پرښځو د تشدد ٥٨ پېښې ثبت شوې دي چې په هغه کې ٢٤ ښځې د غيرت پرنامه وژل شوي او ١٩ مېرمنې د نورو سببونو له امله وژل شوې دي.

په بلوچستان کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکې اداره «عورت فاونډېشن» وايي په بلوچستان کې لاهم په هره کچه د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېږي، تشدد ورباندې کېږي او د غيرت پرنامه وژل کېږي.

د عورت فاونډېشن د ايالتي دفترمسوول محمدهارون داوود وايي، د بلوچستان په کليوالو سيمو کې پرښځو د تشدد، جنسي تېري، د هغوى د وهلو ټکولو او د غيرت پرنامه د وژل کېدو پېښې ترهغه څو چنده زياتې دي چي په پوليس تاڼو کې رپوټ کېږي، ځکه چي وايي، اکثرخلک د شرم او د خلکو د پېغورله ډاره پر داسې پېښې خوله پټه کړي او نه غواړي چي څوک ترې خبر شي.

دا چې سږکال تراوسه پورې په بلوچستان کې پرښځو د تشدد څومره او څه ډول پېښې ثبت شوې دي، هارون داوود يې په اړه وايي:

((له جنورۍ ترجونه پورې پرښځو د تشدد ٥٨ پېښې رپوټ شوې دي، په هغه کې ١٩ مېرمنې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې وژل شوې، ٢٤ مېرمنې د غيرت پر نامه وژل شوې او يوه بله ستونځه چې بلوچستان اوس ورسره مخامخ دى هغه له تېروڅوکلونو پرښځو د تېزاب پاشل دي، پروسږکال پرښځو د تېزاب پينځه پېښې او سږ يوه پېښه ثبت شوې ده.))

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړې سپوږمۍ اڅکزى وايي، د ښځو د حقوقو، د کم عمرۍ د ودونو او د غيرت پرنامه د ښځو د وژنو پر مسايلو د خبرو په مهال د اسمبلۍ نارينه غړي د دوى ملاتړ نه کوي، خو وايي دوى به پر ښځو د هر ډول تشدد د مخنيوي لپاره خپل ږغ پورته کوي:

((زموږ پرښځو خو تشدد په هره بڼه کېږي، تشدد خو يواځې وهل ټکول نه دى، پر دوى زباني تشدد کېږي، کار ډېر ځیني اخيستل کېږي، پرښځو په کليو او ښارونو دواړو کې تشدد کېږي، نو په دې اړه موږ په بلوچستان اسمبلۍ کې څو قراردادونه وړاندې کړي دي، موږ د ښځو د کم عمرۍ د ودونو په خلاف هم قرارداد وړاندې کړى، پر ښځو د تشدد په خلاف به هم ږغ پورته کوو.))

ډاکټره شمع اسحاق هم په ايالتي اسمبلۍ کې د نېشنل ګوند غړې ده، دا وايي په ايتلافي حکومت کې د شاملو او اپوزيشن ګوندونو په ګډ توافق يې پر ښځو د تشدد او د غيرت پر نامه د ښځو د وژنو د مخنيوي لپاره قراردادونه تصويب کړي دي او د دې د عملي کېدو لپاره به حکومت يو داسې ټليفون شمېره يا (Helpline) اعلانوي، چې هر څوک به کولاى شي حکومت ته پر ښځو د تشدد د پېښو په اړه شکايت وکړي. شمع اسحاق وايي که ښځې تعليميافته شي، د نارينه وو له خوا به تشدد ورباندې ونه شي:

((ترڅو چې ښځو ته خپل حقوق مالوم نه شي پر دوى به همداسې تشدد کېږي، زه يو کلي ته تللې وم يوه ښځه روغتون ته راغله، وينې پر بهېدلې کوچنى يې هم ضايع شوى وو، ما ورته وويل دا ظلم پر تا ولې شوي دي؟ وايي، له ما دا غلطي وشوه چې په بوړ کې مالګه لږ راڅخه زياته شوه، ما ويل نو ستا لاسونه خو وو، خداى تعالى په قران شريف کې هم وايي پرخپل ځان ظلم مه زغمه بيا ته هم ظالمه يې، وايي يا څنګه خبرې کوې، غلطه خبره مه کوه، خاوند ترخداى وروسته دويمه درجه لري، هغه که ما وهي او که مې کوچنى ضايع کېږي پروا نه شته، هغه ورځ ما وويل چې که دوى تعليميافته شي دوى ته به خپل حقوق مالوم شي بيا به پرځان ظلم او تشدد نه زغمي.))

د يادونې وړده چې په تېر٢٠١٤م کال کې د (عورت فاونډېشن) د رپوټ په اساس په ټول بلوچستان کې پرښځو د تشدد ١٩٠ پېښې ثبت شوې وې، چې په هغوى کې ٧٧ ښځې د غيرت پرنامه وژل شوې وې، ٢١ مېرمنو ځانوژنه کړې وه او ٤٦ مېرمنې د تشدد په نورو پېښو کې وژل شوې وې، د شپږو مېرمنو د تښتونې، پرڅلورو مېرمنو د جنسي تېري، پرښځو د تېزاب پاشلو پينځه پېښې او پر درېوو مېرمنو د کورني تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې وې.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG