د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

په بروکسل کې د پناه غوښتونکو او غیرقانوني کډوالو مسالې څیړل کیږي


د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د پناه غوښتونکو او غیرقانوني کډوالو د مسالې د څیړلو لپاره غونډه کوي.

په همدې حال کې د هنګري صدراعظم وايي، د پناه غوښتونکو ستونزه د اروپايي ټولنې نه بلکې یوازې د جرمني مشکل دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران په داسې وخت کې د پناه غوښتونکو پر مسالې خبرې کوي چې د هنګري په مرکز بوداپست کې پولیسو د دوهمې ورځې لپاره د هغو سلګونو پناه غوښتونکو مخه ونیوله چې غواړي جرمني ته لاړ شي.

په همدې حال کې د هنګري صدراعظم وايي، د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو مساله یوازې په جرمني پورې اړه لري.

وکتور اوربن نن د هنګري پارلمان ته وویل، هیڅ یو پناه غوښتونکی نه غواړي چې په هنګري کې پاتې شي.

د نوموړي په خبره د دوي مسولیت یوازې د پناه غوښتونکو راجستر کول دي.

خو د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي چې د پناه غوښتونکو مشکل د ټولې اروپا ټولنې ستونزه ده او د هغې په وینا جرمني د پناه غوښتونکو په مساله کې خپل اړین اخلاقي رول ترسره کوي.

په همدې حال کې د هنګري په مرکز بوداپست کې سلګونو پناه غوښتونکو چې غواړي جرمني ته لاړ شي، د ریل مرکزي سټیشن مخته خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر بیا پر اروپايي ټولنې غږ وکړچې د پناه غوښتونکو د مخنیوي پر لارو چارو تمرکز وکړي .

هغه وویل، اروپايي ټولنې باید یوازې پردې اکتفا ونه کړي چې څرنګه او په څومره اندازه پناه غوښتونکي د دې اتحاديي پر غړو هېوادونو وویشي.

په یوه بل تحول کې نن د هغه درې کلن کرد پناه غوښتونکي ماشوم جنازه د سوريي کوباني ښارته ولیږدول شوه چې څو ورځې وړاندې د ترکي په سواحلو کې مړ وموندل شو.

الان الکردي چې کورنۍ يې غوښتل په یوې وړې کشتۍ کې یونان ته ورسیږي د سمندر د توپاني څپو ښکار شو او د ترکې په سواحلو کې د دې درې کلن ماشوم د مړي ویډیوګانو او تصویرونو په نړېواله سطحه د خلکو خواشیني وپاروله.

د ترکي چارواکو ویلي څلورتنه يې د سمندرله لارې د هغو ۱۲ پناه غوښتونکو د قاچاقولو په تور نیولي دي چې د کشتۍ د ډوبیدو په پیښه کې مړه شوي دي.

د ترکي مقامات وايي، درې کلن الان کردي هم په دغو ۱۲ کسانو کې شامل و.

XS
SM
MD
LG