د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

اشرف غني: د سیمې ټول هېوادونه دې له شته فرصتونو ګټه واخلي


ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، د سیمې ټول هېوادونه باید د یوه ګډ راتلونکې د جوړولو لپاره له یو بل سره همکاري وکړي او له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي.

ولسمشرغني نن (جمعه) د افغانستان لپاره د سیمه يیزو اقتصادي همکاریو یا ریکا شپږ غونډې په دوهمه ورځ وویل، افغان حکومت د هغو سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره ژمن دی چې ګټه یې د ټولې سیمې لپاره وي.

ولسمشراشرف غني وایې، په افغانستان او سیمه کې پراخ اقتصادي فرصتونه شته او له دغو فرصتونو څخه باید د یوه ګډ راتلونکې د جوړولو لپاره استفاده وشي.

ولسمشرغني د جمعې په ورځ د ریکا شپږ یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د شپږمې غونډې په دوهمه ورځ وویل چې افغان حکومت د سیمې ییزې پانګونې ملاتړ کوي او هدف یې دا دی چې افغانستان د سیمې په کچه په یوه ترانزیټي مرکز بدل شي.ښاغلي غني د یوې ګډ راتلونکې پر جوړولو چې په کې د ټولو ګټې خوندي وي، تاکید وکړ:

((موږبل هیڅ انتخاب نه لرو مګر دا چې یو ګډ راتلونکی جوړ کړو. د سیمې لپاره کوم جغرافیایي تعریف وجود نه لري بلکې سیاسي اقتصاد، فرهنګي درک او پر جغرافیایې او تاریخې خنډونو د برلاسي کیدو عمل دی چې باید له اوسنی حالت څخه د یوې ښې راتلونکې د جوړیدو لپاره ورڅخه کار واخلو.))

ولسمشرد خپلو خبرو په دوام وویل چې په افغانستان کې د بریښنا د تولید ظرفیتونه ډیر زیات دي او دغه هیواد د اوبو او کانونو پراخې زیرمې لري.

ده دغه راز د افغانستان د طبعي زیرمو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد به په راتلونکې کې د مسو یو ستر تولیدونکی و اوسي.

په همدغه غونډه کې د تاجکستان د بهرنیو چارو او د ترکمنستان د مالیې وزیرانو د افغانستان له لارې د ځينو اقتصادي پروژو لکه کاسا زر او ټاپي له عملي کیدو ملاتړ څرګند کړ.

خو دوی د افغانستان امنیت او ثبات د دغو پروژو د عملي کیدو لپاره یوه کلیدي مساله یاده کړه.

د ایران د کورنیوچارو وزیرهم د چاه بهاربندرد سیمې د نښلولو لپاره یوه بې سارې مهمه ترانزیټي پروژه یاده کړه او ویې ویل هېواد یې په دې هڅه کې دی چې د اورګاډې د پټلۍ له لارې له افغانستان سره مواصلاتي لارې جوړي کړي.

په بهرنیو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز هم وویل چې پاکستان په دې هڅه کې دی څو د تورخم او چمن له لارو د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي او د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته لاره و مومي.

ښاغلي عزیزد افغانستان له لارې د انرژۍ د انتقال له پروژو لکه ټاپي او کاسا زر څخه هم د خپل هیواد ملاتړ څرګند کړ.

ده وویل، هېواد یې په بیلابیلو برخو کې د دغه کنفرانس د پریکړو عملي کولو ته ژمن دی:

((ریکا د اقتصادي همکاریو لپاره یو فرصت دی او د نظرونو، وړاندیزونو او د افغانستان پراختیایې پلان د بشپړولو لپاره یوه کړن لاره ده.

پاکستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان او دغه راز د سیمې په کچه د ریکا اهدافو ته ژمن دی.))

د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمې ییزو اقتصادي همکاریو په شپږمې غونډې کې د سیمې په کچه پر ترانزیټ، سوداګرۍ او انرژۍ باندې خبرې وشوې.

سږنۍ غونډه د افغانستان له خاورې د وریښتو د لارې د بیا رغولو تر شعار لاندې ترسره شوه چې پکې د شاوخوا اویا هیوادونو او سازمانونو استازیو برخه لرله.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG