د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

شل کلن سيد مراد له قرغزستانه څنګه سوريي ته ورسید؟


شل کلن سيد مراد له هغه وروسته چې په قرغزستان کې يې کار نشو موندلای، د ۲۰۱۴میلادي کال په مارچ مياشت کې د چچنيا پلازمينې ګروزني ته ولاړ او هلته يې د اشپز دنده پيل کړه.

مراد له اسلام نومې سړي سره د لومړي ځل لپاره په ګروزني کې ولیدل.

سيد مراد وايي چې اسلام به د جهاد په اړه ډېرې خبرې کولې. کله چې هغه رستوران وتړل شوچې مراد په کې کار کاوه، د ده نوي ملګري، اسلام، دی له ځان سره د کار لپاره استانبول ته بوت.

له ازادي راډيو سره د سيد مراد له خبرو نه څرګنديږي چې ايا مراد خبر و؛ چې په سوريه کې د جنګ لپاره استخدام شوی دی؟

مراد وايي، په استانبول کې د مصعب په نوم يوه کس چې شااوخوا ۳۵ کلن وو، دوی ته سترګې په لاره وو او څلور ورځې وروسته، دوی له يوه چچنيايي او يوه تاجک سره يوځای سوريې ته يوړل شول.

د مراد په وینا، له ده او هغو کسانو سره چې له ده سره و، د زرګونو ډالرو ژمنه شوې وه چې د القاعده شبکې سره اړوندې ډلې جبهه انصره ترڅنګ په جګړه کې د برخه اخيستو لپاره به ورته له پنځو څخه ترلسو زرو امريکايي ډالرو پورې ورکول کيږي.

سيد مراد وايي، حقيقت له هغه هرڅه څخه ډېربدل و چې جبهه النصره يې ورسره ژمنې کړې وې.

کله چې به نوي استخدام شوي کسان سوريې ته ورسېدل، اسناد به ځيني واخيستل شول چې بیرته ونه کړای شي خپلو کورو ته ولاړ شي.

د سيد مراد په وينا، د عبدالله په نامه يوه ازبک وګړي به نوي استخدام شويو کسانو ته د جهاد په اړه لکچرونه ورکول.

خو سید مراد ټينګار کوي، هغه څه جهاد نه و چې ده په سوریه کې ولیدل.

مسلمانانو له مسلمانانو سره جګړه کوله. هلته به د جبهه انصره له خوا نويواستخدام شويو کسانو ته د جګړې لپاره زده کړه ورکول کېده.

سيد مراد وايي چې له قومندانه يې وغوښتل چې ورته د کورته بيرته تګ اجازه ورکړي، خو غوښتنه يې رد شوه.

سيد مراد وايي، د ژوند شرايط ورته سخت وو او د خوړو لپاره يې څه نه درلودل.

سيد مراد ټپي شو، خو په جهاد کې نه بلکه د ډوډۍ خوړلو لپاره دباندي وتلی وو او هلته تر بمبارۍ لاندې راغی او بې هوښه شو.

سيد مراد د ترکيې په يوه ښارقونيه کې په هوښ کې راغلی او له درو جراحي عملياتو وروسته يې پښه پرې شوه.

سيد مراد وايي، اوس د زرګونو ډالرو او جګړې د ميدان د وياړونو پرځای يې د سوريې له جګړې يوازينۍ لاسته راوړنه هغه ټپونه دي چې دی يې معيوب او پروتنی کړ.

سيد مراد د قرغزستان په جنوب لويديځ کې جلال اباد ښارته بيرته تللی چې دی په کې زېږېدلی وو.

دی د دغه هېواد د امنيتي ادارو تر پلټنو لاندې دی او څرګنده نه ده چې ايا مجرم به وپیژندل شي که نه؟

د قرغزستان د جلال اباد ښارد ملي امنيت ادارې کانزربيک بوکوف مسئول وايي:

((د شااوخوا ۳۵۰ کسانو په ګډون ۸۰ ښځې له قرغزستانه سوريې ته تللي چې ډېری يې د درغلیو او درواغو قرباني شوي دي.))

د کانزربيک بوکوف په وينا، له دې کسانو څخه ډېری غواړي بيرته ولاړ شي خو نشي کولای.

XS
SM
MD
LG