د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر د اړيکيو د رغولو لپاره مفيد وباله


له ښي خوا: په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني،
له ښي خوا: په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني،

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر مفيد بللى او وايي چې له افغان ولسشمر او نورو چارواکيو سره يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوې بې باورۍ په ختمولو خبرې کړي او دواړه لوري په دې سلا شوي چې په لومړي پړاو کې به د اړيکيو د رغولو لپاره پر يو بل د تورونو پورې کولو لړۍ بندوي.

نوموړى همداراز وايي، افغان چارواکيو ته يې په دې وروستيو کې د افغان دولت او رسنيو له خوا د پاکستان ضد څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې او هغوى ته يې په دې اړه د پاکستاني ولس د منفي غبرګون او اندېښنو يادونه هم کړې ده.

عزيز دا څرګندونې د شنبې په شپه ناوخته له کابل څخه تر راستنېدو وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان له دولتي ټلويزيون سره د خپرو پر مهال وکړې.

ښاغلى عزيز د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس يا ريکا په شپږمې غونډې کې د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی و چې په ترڅ کې يې له افغان ولسمشر او د بهرنيو چارو له وزير هم وليدل او په ځينو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.

عزيز همداراز وويل، افغان چارواکيو پخلى کړى چې افغانستان د ماليې وزير به په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکيو د څېړلو او د خپلمنځي تجارت د لا پراختيا په لړ کې خبرو لپاره اسلام اباد ته راشي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په داسې وخت کې کابل ته سفر وکړ چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل اړيکي ترينګلي شوي او دواړه هېوادونه تور لګوي چې خاورې يې د يو بل پر ضد د تروریستي بريدونو لپاره کارول کېږي.

سرتاج عزيز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا له افغان چارواکيو سره يې له طالبانو سره د خبرو اترو د ځنېدلۍ لړۍ د بېرته پيلولو په اړه خبرې وکړې، وويل:

((دا خو ټولو ته معلومه ده چې له مذاکراتو پرته تلپاتې سوله نه شي راتلاى؛ خو دا مذاکرات به څنګه وشي؟ په کومو شرطونو به ترسره شي؟ نو لکه څنګه چې دا مهال وضعيت ډېر پېچلى دى؛ نو په دې اړه بۀ په راتلونکي کې مفصلې خبرو وکړو.

په دې منځ کې به موږ پر دې بيا کتنه وکړو چې د مذاکراتو لپاره څومره امکانات لرو؟ ځکه چې دا مهال په طالبانو کې د مشرتابه پر سر ستونزې رامنځته شوي دي.))

د سرتاج عزيز په خبره، له افغان چارواکيو يې غوښتي چې په افغانستان کې دې د پاکستانيو ډيپلوماتو د خونديتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي او په خبره يې، چې هغوى ورته د ډيپلوماتو د خونديتوب په اړه بشپړ ډاډ ورکړى دى.

په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا ويلي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکى دى او په دې لړ کې چمتو دى، چې د تېر په څېر دا ځل همد افغانانو په مشرۍ د سولې په پروسه کې مرسته وکړي او د زمينه برابرونکې رول ترسره کړي.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د دويم پړاو خبرې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو تر خپرېدو وروسته وځنډېدلې.

ټاکل شوې وه چې دا خبرې د جولايي په ٣١مه په پاکستان کې ترسره شي.

که څه هم تردې دمه لا د افغان دولت او طالبآنو ترمنځ د سولې د مذاکراتو برخليک نه دى څرګند، خو پاکستان وايي چې افغان دولت بايد د جګړې پر ځاى له مذاکراتو کار واخلي او ټينګار کوي چې جګړه به پر دواړو هېوادونو بد اغېز وښندي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG