د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

جان اقا الکوزی څوک و؟


د جان اقا الکوزي د مړینې د خبر ترخپریدو وروسته، د افغانستان د حکومت مختلفو ادارو او په بېلابېلو ولایتونو کې د ازادي راډیو اوریدونکو ازادي راډیو ته د تسلیت پيغامونه استولي دي.

د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون مشرتابه یو پيغام خپور کړی، د جان اقا الکوزي پر مړینه یې خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د الکوزي مرګ د افغانستان د خبریالانو لپاره یوه خواشینونکې پيښه وه چې نه شي جبران کیدلای.

د افغانستان د ژورنالستانو شورا هم په يوه خبرپاڼه کې د جان اقا الکوزي مړینه د خوابدۍ وړبللې او د ژورنالیزم ته د هغه د خدمتونو ستاینه یې کړي ده.

کندهار پرس کلب هم نن د جان اقا الکوزي په مړینه، ازادي راډیو ته د خواشینۍ پيغام استولی دی.

په پارلماني چارو کې د افغانستان د دولت وزیر غلام نبي فراهي، د سرحدونو او قبایلو وزارت او زیاتو نورو دولتي او نادولتي ادارو د افغانستان د مطبوعاتو لپاره د جان اقا الکوزي خدمتونه نه هیریدونکي بللي دي.

د ازادي راډيو یو اوریدونکی له کابله په پیغام کې وايي:

((زه د ښاغلي الکوزي په مړینه خبر شوم. ډیره خوا زموږ بده ده. بل څه خو نه شو کولای خو دعا به ورته کوو. الکوزي ډير خوږ ږغ درلود او که ان ډير ناپوهه سړي هم اوریدلای وای، په خبره یې پوهیدلای شو. ډيرې فصیح او واضح خبرې یې کولې.))

یو بل اوریدونکی وايي:

((څه باندې دولس کاله کیږي چې ما به د الکوزي ږغ اورید. خدای شاهد دی چې دومره یې مرګ خوابدی کړی یم چې هیڅ نه شم ویلاي.))

یو بل اوریدونکی وايي:

((جان اقا الکوزي خپل وطن ته د ژورنالیزم له لارې ډیر خدمت وکړ.

خداي دي وبخښي. روح دې ښاده وي [قالو انا لله و انا علیه راجعون].))

جان اقا الکوزی په 1336 هجري لمریزکال کې د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې زیږیدلی وو، د کابل پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې یې زده کړې سرته رسولې وې او د ماسټرۍ لپاره یې په تایلند کې وخت تیر کړی وو.

الکوزي د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې ډيره موده نطاقي کړې وه او بیا کاناډا ته مهاجر شوی وو.

جان الکوزي په کاناډا کې هم له مطبوعاتو سره همکاري کوله او د افغان کډوالو لپاره د مرستې په پروګرامونو کې فعال وو.

الکوزي په 1381 هجري لمریزکال کې له ازادي راډیو سره کار پيل کړ او بلاخره يې د سنبلې د 24 ورځې په لومړیو شیبو کې، له نړۍ سترګې پټې کړې.

جان اقا الکوزي له څه مودې راهیسې د سرطان ناروغي درلوده او د اتریش په پلازمینه، ویانا کې په حق ورسید.

له جان اقا الکوزي 5 زامن او د هغه میرمن پاتې دي.

XS
SM
MD
LG