د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ایا ولسمشر غني له خپل یوکلن کار څخه راضي دی؟


ولسمشراشرف غني د هېواد له سیاسي رهبرانو غواړي چې د ملي وحدت حکومت ته د همکارۍ لاس ورکړي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله څه موده مخکې په هېواد کې د روانو ستونزو پړه د حامدکرزي پرحکومت واچوله او دې انتقاد ته په ځواب کې ښاغلي کرزي وویل چې عبدالله او غني دواړه د ده د حکومت وزیران و.

له ازادي راډیو او شمشاد ټلویزیون سره په ځانګړې ګډه مرکه کې ښاغلي غني وویل، دی په پخواني حکومت کې د خپلو اجرااتو دفاع ته چمتو دی او زیاته یې کړه، ده هغه مهال پخواني ولسمشرته د همکارۍ لاس ورکړی و او دی هم د هېواد له سیاسي مشرانو څخه همدا تمه لري.

ولسمشرغني د سیاسي مشرانو د همکارۍ غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د هېواد ځینو مخکښو سیاستوالو د ملي وحدت پرحکومت پراخ انتقادونه پیل کړي دي.

د ولسي جرګې د رییس په ګډون د پخواني ولسمشرځینو متحدانوحکومت د هېواد په روانو ستونزو کې په پاتې راتلو تورن کړی او په ځینو کړیو کې د یوې پراخې ملي غونډې یا لویې جرګې د رابللو او د نظام د بدلون طرحې هم مطرح کېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:40:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG