د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

کندز: طالبان مرکزي برخو او دولتي ادارو ته نږدې شوي


وسله وال طالبان د کندز ښار مرکزي برخو او دولتي ادارو ته نږدې شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې طالبان د سپین زر چمن سیمې ته رارسیدلي او که یې مخه ونه نیول شي، امکان لري تر ماښامه ټول ښار د دوی لاس ته ولویږي.

خو د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني وایي چې امنیتي ځواکونه د دفاع په حالت کې دي او اجازه به ورنه کړي چې طالبان د ښار کنټرول په لاس کې واخلي.

پخواني معلومات:

د کندز چارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په روانه نښته کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې ولایت د والي ویاند عبدالودود واحدي ازادي راډيو ته وویل چې په دې جګړه کې افغان پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د دقیق شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

نوموړي وویل چې له مرکز څخه تازه دمه ځواکونه سمیې ته رسیدلي دي او ډېر ژر به دا جګړه پای ته ورسیږي.

وسله والو طالبانو له نن سهار وختي راهیسې له څو لوریو د کندز پر ښار وسله واله حمله پیل کړې چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په ښار کې یې پوستې نیولي دي او ښار ته د ننوتلو په حال کې دي.

پخواني معلومات:

د کندز امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو له نن سهار وختي راهیسې له څو لوریو د کندز پر ښار وسله واله حمله کړې چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده.

په کندز کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې جګړه سهار درې بجې پیل شوې او د ښار فضا د کلاشینکوفونو، پیکاوو او نورو وسلو ډزو نیولې ده.

زموږ خبریال وایي چې په سیمه کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

له بلې خوا د کندز دامنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې له مرکز څخه تازه دمه ځواکونه استول شوي او ډېر ژر به دا جګړه پای ته ورسیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په ښار کې یې څو پوستې نیولي دي او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

پخواني معلومات:

وسله والو طالبانو نن سهار وختي له څو لوریو د کندز پر ښار وسله واله حمله کړې چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده.

په کندز کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې جګړه سهار درې بجې پیل شوې او د ښار فضا د کلاشینکوفونو، پیکاوو او نورو وسلو ډزو نیولې ده.

زموږ خبریال وایي چې دغه مرمۍ حتی د والي پر دفتر هم لږیږي.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونه خپل مقاومت کوي او وسله وال طالبان یې په شا تمبولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په ښار کې یې څو پوستې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG