د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د بدخشان وردوج ولسوالۍ سقوط کړی


د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار وردوج ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې.

د وردوج ولسوالۍ ولسوال دولت محمد خاور ازادي را‌ډیو ته وویل چې سلګونو وسله والو مخالفانو تیره ورځ له څو لوریو پر ولسوالۍ برید کړی و چې له مرکزه د مرستې د نه رسیدو له امله دې ولسوالۍ سقوط وکړ.

نوموړي وویل چې په دې برید کې افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویلي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پخواني معلومات:

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوال محمد دولت خاور ازادي راډیو ته وویل چې پر ولسوالۍ له څلورو خواو حمله روانه ده، چې د کشفي ارګانونو په وینا شاوخوا ۱۰۰۰تنه بهرني وسله وال مخالفین هم پکې شامل دي.

د خاورپه وینا په دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیاتوي که مرستندویه ځواکونه راونه رسیږي نو ممکن وردوج ولسوالۍ سقوط وکړي.

بله خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ويلي چې په دغه جګړه کې يې د وردوج ۲۰پوستې نیولي،خو دولت لا تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG