د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

جنګي الوتکو په شمالي وزيرستان کې ٢٥ وسله وال وژلي


د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چې د دې هېواد جنګي الوتکو د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د وسله والو پر مرکزونو تازه هوايي بريدونه کړي چې دوى ته يې پکې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو دفتر د پنجشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي، چې د دې هېواد جنګي جټ الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په لرې پرې سيمې دتاخېلو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي چې لږترلږه ٢٥ وسله وال په کې وژل شوي دي.

که څه هم پوځي مقامات په دغو هوايي بريدونو کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې، خو تر دې دمه يې لا د وژلو شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې ازادي راډيو ته وويل، چې جنګي الوتکو په دتاخېلو کې درنه بمباري کړې، خو په سيمه کې د ټليفوني شبکو د نشتوالي له امله يې پکې د وژل شويو د کره شمېر او هويت په اړه څه ونه ويل.

د پاکستان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د شمالي وزيرستان په لرې پرتو سيمو شوال او دتاخېلو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه ډېر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانيو پوځيانو د تېر ٢٠١٤م کال د جون له ١٥مې نټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي، چې لا هم دوام لري او د پرخو برياوو ادعا پکې کوي.

پوځ وايي ، چې ددغو عملياتو په ترڅ کې يې د شمالي وزيرستان ٩٠سلنه برخه له ترهګرو پاکه کړې، سلګونه کورني او بهرني وسله وال يې وژلي، د هغوى لسګونه مرکزونه او پټنځايونه يې وران کړي او د هغوى نېټ يې له منځه وړى دى.

خو له بلې خوا بيا ځايي سرچينې وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله ډېرى وسله وال ددې ايجنسۍ لرې پرتو غرنيو سيمو شوال او دتاخېلو ته تښتېدلي او له هغه ځايه په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه پلانوي.

د يادونې وړ ده، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له پيلېدا سره سم دې سيمې ته د خبريالانو په ورتګ بنديز لګېدلى، چې له امله يې خپلواکو او ځايي سرچينو لا تراوسه په ضرب عضب عملياتو کې د پاکستانيو امنيتي ځواکونو د ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG