د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

روسيي بیا په سوریه کې د داعش په ۱۲مرکزونو بمباري کړې


د روسیې جنګي جټ الوتکو پرون بیاهم په سوریه کې پر یو شمېر سیمو بمباري وکړه.

روسي چارواکو ویلي چې په دې بمبارۍ کې د اسلامي دولت ډلې مرکزونه په نښه شول، خو امریکايي چاروايي وايي روسي پوځي الوتکو د بشاراسد د رژیم پرهغه وسله وال اپوزیسیون بمباري کړې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد هم جنګېږي.

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د روسي د پوځ سو ۲۴ او سو ۲۵ جنګي الوتکو له چارشنبې ورځې راهیسې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر دولسو مرکزونو بمباري کړې ده.

د سوریې په ساحلي ښار لاذقیه او شاوخوا سیمو کې د روسي پوځ حضور او حملې په اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته په بهرکې د روسیې تر ټولو ستر پوځي عملیات ګڼل کېږي.

که څه هم روسیه ادعا کوي چې د اسلامي دولت ډلې مرکزونه یې په نښه کړي خو د سوریې د اپوزیسیون د یوې ډلې مشرحسن حاج علي چې سي ای اې مرسته ورسره کوي وايي، په ادلیب ښار کې د ده د ډلې پر یو روزنیز مرکز بمباري شوې ده.

د امریکا د سنا د پوځي چارو د کمیټې مشر سناتور جان مک کېن د امریکا له سي ان ان ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، روسي الوتکو اصلاً هغه ډلې په نښه کړې چې د ازادې سوریې د پوځ لپاره کار کوي. له دې ډلې سره متحدایالات مرسته کوي.

د ادلیب هغه سیمې چې روسي الوتکو حمله پرې کړې د هغو وسله والو ډلو په لاس کې دي چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره هم د جګړې په حال کې دي.

یو شمېر نړېوالو رسنیو همدا راز په سوریه کې د روسي الوتکو په بمبارۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه هم خبر ورکړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف پرون د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل، روسیه دقیقاً همغه اقدامات کوي چې متحد ایالات یې کوي. لاوروف وویل:

((که یوڅوک د تروریست په شان ښکاره شي، د تروریست په شان عمل وکړي، د تروریست په څېر ګام واخلي او د تروریست په څېر حمله وکړي نو هغه کس به خامخا تروریست وي.))

په پاریس کې د روسیې سفیرالکساندراورلوف هم په سوریه کې د خپل هېواد د حملو دفاع وکړه:

((هیله لرم چې د یوکال په ترڅ کې به چې کله موږد اسلامي دولت ډله له منځه یوسو نو په سوریه کې به انتخابات ترسره کړو.

خو دا انتخابات باید ازاد وي او د نړېوالې ټولنې ترنظر لاندې وشي.))

روسیې ویلي دي چې غواړي په سوریه کې د داعش ډلې پرضد په جګړه کې ونډه ولري خو متحدو ایالاتو او ځینو لویدیځو او عربي هېوادونو ویلي دي چې د سوریې د بحران په حل کې د ولسمشر اسد لپاره ځای نشته.

په ملګروملتونو کې د سعودي عربستان سفیرعبدالله المعلمي پرون وویل چې د روسیې په هوايي حملو کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه، هغه هېوادونه چې د داعش پرضد جګړه کوي باید په عین حال کې د سوریې د تروریستي رژیم ملاتړ ونه کړي.

XS
SM
MD
LG