د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

ننګرهار: داعش په اچين کې خلک کډه کولو ته مجبور کړل


د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د عدلخيلو، پيښه او مامند سیمو څخه په سلګونو کورنۍ د پنجشنبې په ورځ نورو سیمو ته کډه شوې.

دغه کورنۍ وايي، د داعش وسله والې ډلې دوی په زوره دې ته مجبوره کړل چې خپل کلی او کور پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

دوی وايي، ولايتي اداره دې ورسره د لومړنیو مرستو او سرپنا مرسته وکړي:

((زه محمد صادق د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی یم؛ موږ سره ډير ظلمونه روان دي، موږ یوازې خپله دهقاني کوله نور موږ هیڅ مساله کې لاس نه درلود اوس موږ سره د داعش له خوا نه ډير ظلمونه روان دي بس ډک کورونه رانه پاتې شول او موږ يې له کورونه يې راووستل.

زما نوم جلال دی؛ د اچین ولسوالۍ د مامند اوسیدونکی یم؛ موږ په خپل عادي ژوند کولو بس داعش چې راغی دا ظلمونه يې راسره وکړل چې کور کلی او پټې هرڅه يي رانه پاتې کړل دومره شی نه لرو چې خوراک څښاک پرې وکړو باید دولت موږ سره مرسته وکړي اوس هیڅ نه لرو.))

بل خوا د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزی وايي، دوی ته هم داسې رپوټونه رسیدلي چې د اچين ناامنو سیمو څخه ځينې کورنۍ کډه کولو ته مجبوره شوي.

دی وايي، ولایتي اداره په پام کې لري چې دوی سره لازمې مرستې ترسره کړي:

((موږ به په دغو سیمو کې خلکو ته هوساینه رامنځته کړو او خلکو سره به نور دا تشویش نه وي چې بې ځایه شي همزمان موږ دا امادګي هم لرو، که کورنۍ بې ځایه کیږي کډوالو چارو ریاست ته مو دنده سپارلې چې ورسره د سرپنا او نورو لومړنیو توکو مرسته وکړي.))

له دې وړاندې هم په زرګونو کورنۍ له شینوارو څخه نورو امن سیمو ته راکډه شوې وې، که څه هم ولایتي اداره دوی سره د لومړنیو مرستو د ترسره کیدو خبره کوي، خو د یادو کورنیو د سرپنا ستونزه لاهم نه ده اواره شوې او زياته برخه يې په کنډوالو کې شپې سبا کوي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG