د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

راحيل شريف: پر خپله خاوره نيابتي جګړه نه پرېږدو


د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف وايي، پاکستان د هر ډول نيابتي جګړې مخالف دى او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ددې هېواد خاوره د نيابتي جګړو لپاره وکاروي.

نوموړي همدا راز ترورېزم نړېواله مساله بللې او پر نړېوالې ټولنې يې غږ کړى چې ددې پديدې د مخنيوي لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، د پوځ لوى درستيز دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د بريتانيا په لندن ښار کې د ستراتېژيکو مطالعاتو په نړېوال انستيتوت کې د وينا پر مهال کړي.

جنرال شريف همدا راز ويلي، پاکستان غواړي ترورېستان او د هغوى روزنځايونه ختم کړي او پر نړېوالو يې غږ کړى، چې د سيمې په امنيت او ثبات کې دې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي همدا راز يو ځل بيا ډيورنډ کرښې ته ځېرمه په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو يادونې په ترڅ کې ويلي، موږ دا مهال له بېلابېلو وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت يو، خو په دې بهير کې به نويو ترورېستي ډلو ته د سر پورته کولو چانس ورنه کړو.

د پاکستان پوځي او سياسي مشرانو په دې وروستيو کې د ترورېستانو پر ضد د توپير پرته د عملياتو او د خپل هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د نه کارېدو ژمنې په داسې وخت کې کړي، چې په افغاستان کې ترورېستي بريدونه ډېر شوي او افغان چارواکي وايي، چې وسله وال طالبان دا بريدونه په پاکستان کې پلانوي.

په عين حال کې د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وينا پر مهال پر پاکستان غږ وکړ، چې د ترورېزم د مخنيوي لپاره دې له افغان دولت سره کړې ژمنې عملي کړي.

له بلې خوا د سياسي او پوځي چارو ځينې څارونکي د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د نه کارېدو په اړه د پاکستانيو چارواکيو څرګندونې ستايي، خو ټينګار کوي، چې د افغانستان وروستۍبدامنۍ ته په دې کتو دې په روانو پوځي عملياتو کې د ښو او بدو له توپير پرته ټول وسله وال په نښه شي.

د پاکستان سياسي و سيمه ييزو چارو څارونکي نظيف خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

((پاکستان چې کومې خبرې کوي د امن مطابق، نو په دې يقين نه کېږي. موږ دا غواړو، چې دا پاکستان دا د زړه نه عملي کړي. د افغانستان وروستۍ وضع دا ښيي، چې دا جګړه به په دې ځل باندې د خيبر پښتونخوا، قبايلي سيمې او پخپله د پاکستان مرکز پنجاب دا په لپيټ [غېږۀ] کې اخلي.
د ښو او بدو طالبانو دا پاليسي که دوى بدستور قايمه وساتله، نو دې سره به په خيبر پښتونخوا او قبايلي علاقې ددې جګړې ډېر بد اثر اغېز کېږي. نو پاکستان دې خپلې وعدې پوره کړي، چې دا علاقه د جنګ نه خلاصه شي او د ترقۍ په لور روانه شي.))

جنرال راحيل شريف همداراز د پاکستان و چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز پروژه په سيمه کې لوبه بدلوونکى او د سيمه ييزو هېوادونو لپاره ګټوره بللى او ټينګار يې کړى، چې ددې پروژې د بشپړېدو لپاره به تر وروستي حده هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې جنرال شريف تېره ورځ د جرمني په ميونخ ښار کې يوې امنيتي غونډې ته په وينا کې ويلي ول، باثباته او امن افغانستان د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پراختيا لار اوارولاى شي، چې په نتيجه کې به يې د پاکستان و چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز ګټه د سيمې هېوادونه ته ورسېږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG