د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

"افغان ځانګړو ځواکونو د کندز ښار په بیرته نیولو کې کلیدي رول ولوباوه"


افغان ځانګړوځواکونو له طالبانو څخه د کندز ښار په بیرته نیولو کې مهم او اساسي رول ترسره کړ.

د کندزپه عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو د طالبانو حساس مرکزونه په نښه کړل او لویو لارو او دولتي تاسیساتو امنیت يې ټینګ کړ.

له طالبانوڅخه د کندز ښار د بیرته نیولو په لړکې افغان ځانګړو ځواکونو مهم او اساسي رول درلود.

کمانډو سرتیرو په کندز ښار کې چې طالبانو د تیرې دوشنبې په ورځ نیولی و، د وسله والو تر کنټرول لاندې حساسې سیمې په نښه کړې.

زیات شمېرکتونکي په دې باور دي چې افغان ځانګړو ځواکونو د کندز په عملیاتو کې وښوده چې له سخت امنیتي ازمونه په بریالیتوب وتلی شي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، ځانګړو ځواکونو د کندز ښار په بیرته نیولو کې کلیدي رول ولوباوه:

((په عملیاتو کې کلیدي رول د همدې ځواکونو و، له هغو تکتیکونو څخه يې ګټه پورته کړه چې مخکې يې زده کړي وو، په کمو تلفاتو سره يې کندز ښار بیرته ونیو او دښمن ته يې درنه مرګژوبله واړوله.))

د پوځي چارو کارپوهان وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو شمېرشاوخوا لس زرو ته رسیږي چې په مدرنو وسلو تجهیز دي او د پولیسو او عادي سرتیرو په مقایسه له ښو مالي امتیازاتو هم برخمن دي.

د روان م کال په جون میاشت کې افغان خاصو ځواکونو د بدخشان یو شمېر ولسوالۍ چې طالبانو نیولي وې، تصفیه کړې، د هلمند موسې قلعه يې له طالبانو بیرته ونیوله او په کابل کې يې د څو ځانوژونکو او ډله ائیزو بریدونو مخه ونیوله.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل ځانګړي افغان سرتیري د شپې له خوا په ترسره کیدونکو عملیاتو کې خاص مهارت لري:

((دوي مخصوصه روزنه او لارښونه لري چې په ښارونو کې په څه ډول فعالیت وکړي او په کلیو کې څه ډول.

دوي خاصې وسلې لري او پوهیږي چې په غرنیو سیمو کې څه ډول فعالیت وکړي.))

د افغان ځانګړو ځواکونو په لیکو کې ښځینه سرتیري هم خدمت کوي چې د شپې له خوا په کیدونکو عملیاتو کې د کورونو د تالاشي په برخه کې مهم رول لوبوي.

کارپوهان وايي، اوس چې نړېوال ځواکونه مخ په کمیدو دي، د تروریزم ضد عملیاتو او امنیت د ټینګښت په برخه کې د ځانګړو افغان ځواکونو رول او ونډه په پراخیدو ده.

XS
SM
MD
LG