د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

بلخي:تر ۲ورځو پورې به د کندزبې ځایه شویو ته بیړنۍ مرستې ورسیږي


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د کندز بې ځایه شویو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسیږي.

سید حسین عالمي بلخي د جمعې په ورځ په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د لارو په اوږدو کې د مرستو رسولو په برخه کوم خنډ رامنځ ته شي نو د هوا له لارې به دا مرستې انتقال شي.

په عین حال کې د اجراییه ریاست دویم مرسیال محمد محقق هم د کندز زرګونو بې ځایه شوو کورنیو ته د عاجلو مرستو په رسولو ټينګار کوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایې چې په کندزکې د وروستیو نښتو له امله نژدې پنځه زره کورنۍ بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو ته بې ځایه شوې دي.

سید حسین عالمي بلخي د جمعې په ورځ ازادي راډيوته وویل، دوې هڅه کوي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې د کندزبې ځایه شویو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

نوموړي وویل چې دغو بې ځایه شوو کورنیو لپاره لس میلیون افغانۍ ځانګړي شوي دي او په دې هدف د شنبې په ورځ به یوه سروې هم پیل شي:

((دمګړۍ لس میلیونه افغانۍ ځانګړي شوې دي، هرکله چې سروې ترسره شي وروسته اساسي مرستې رسول کیږي، سروې به دومره ډير وخت نه نیسي، یوازې دوه یا درې ورځو کې به ترسره شي، په دې جریان کې چې سروې ترسره کیږي، هغه کسان چې سروې شوې هغو ته مرستې رسول کیږي، زه هیله من یم د شنبې په ورځ چې سروې پیلږي، هیله من یو چې د یکشنبې په ورځ د مرستو لړۍ هم پیل شي.))

ښاغلي بلخي وویل چې له کندزه ډیرې کورنۍ بغلان، تخار، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو ته بې ځایه شوې دي.

نوموړي وویل، که چېرې د لارو په اوږدو کې د مرستو رسولو پرمهال له ستونزو سره مخامخ شي نو دا مرستې به د هوا له لارې انتقالیږي.

وسله والو طالبانو د کندز ښار د دوشنبې په ورځ له ماسپښینه وروسته ونیو، خو افغان حکومت وایي چې دوې اوس مهال د ښار په ډيرو برخو کنټرول لري.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې دا مهال په کندزکې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

په عین حال کې د اجراییه ریاست دویم مرسیال محمد محقق د جمعې په ورځ د کندز بې ځایه شویو کورنیو سره د بیړنیو مرستو د رسولو په هدف جوړه شوې غونډه کې ټينګار وکړ چې د کندز زرګونو بې ځایه شوو کورنیو ته باید عاجلې مرستې ورسول شي:

((لومړی د کندز پیښه ده همدا راز بله پیښه په بدخشان کې رامنځ ته شوې تاله برک ولسوالۍ هم ده چې دا دوه درې برخې مرستو ته اړتیا لري ترټولو عاجلې مرستې چې باید ورسول شي هغه د کندز خلک دي، اوس مهال ویل کیږي چې زرګونه کسان له ښار نه نورو ولایتونو ته بې ځایه شوې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېربې ځایه شوي کورنۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې دوې په ناوړه وضیعت کې ژوند کوي.

د یادولو ده چې په تیرو څو کلونو کې نږدې یو میلیون کسان په کور دننه د ناامنیو او طبیعي پیښو له امله له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوې دي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG