د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

خلک: یوشمېر نظامي پیلوټانو له کندز څخه د ملکیانو د ایستلو په بدل کې پیسې اخیستي


د کندز یو شمیر خلک ادعا کوي چې له ځينو پوځي الوتکو څخه د اکمالاتو او د ټپیانو د انتقالولو پر ځای د دغه ولایت د خلکو د وړلو لپاره کار اخیستل کیږي.

په داسې حال کې چې کندز له څو ورځو را په دې خوا د جګړې په لمبو کې سوځي؛ آزادي راډيو د افغانستان د هوایي ځواک له الوتکو څخه په دغه جګړه کې د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه معلومات تر لاسه کړي دي.

ویل کیږي چې یو شمېر فرصت طلبه کسانو د دې پر ځای چې د جګړې له ډګره د ملي اردو ټپیان انتقال کړي او هلته اکمالات ورسوي؛ د زیاتو پیسو په اخیستلو سره ملکي وګړې له کندز څخه کابل او یا نورو ولایتونو ته وړي.

فرهاد چې ځان د یوې دولتي ادارې کارکوونکي معرفي کوي؛ آزادي راډیو ته وویل چې کابل ته یې د درېیو کسانو د راوړلو په بدل کې ۴۵۰۰۰ افغانۍ ورکړي دي:

((د اردو څلور ماشینه الوتکې چې مواد په کې وړي، وې. خو موږ ته یې ویل چې څوک درباندې پوه نه شي. یوې الوتکې پنځه سوه ډالره او یوې یې بیا اته زره افغانۍ اخیستې او یوې هم شل زره افغانۍ. خو شخصاً ما خپله چې د اردو کس مو پيژنده؛ نو درې کسه یې د څلویښت زره افغانیو په بدل کې راوستلو.))

فرهاد وایي، د ډيرې مجبورۍ له مخې یې دا پيسې ورکړې؛ خو اوس غواړي له خپلو ملګرو سره خپل فریاد تر ارګه افغان چارواکو ته ورسوي.

په همدې حال کې د کندز یو بل اوسیدونکی چې هغه هم له جګړې تښتېدلی او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي؛ له آزادي راډيو سره خبرو کې ورته شکایت کوي:

((زموږ سره یې شل زره افغانۍ فیصله کړې وه. عسکران وو، کله چې هوایي ډګر ته راغلو، الوتکه ډکه شوې وه؛ نو موږ ته یې وویل چې په شل زره نه کیږي؛ که ۵۰۰ ډالر راکوي بیایو مو که نه نو نه مو بیایو. دا چې موږ مجبوره وو او پیسې مو هم نه درلودې؛ یو بل کس زموږ ضمانت وکړ او د زر ډالرو په مقابل کې یې دوه کسه بوتلو. هلیکوپټره نه وه، څلور ماشینه الوتکه وه.))

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امر خیل آزادي راډيو ته وویل چې هوایي پوځي ټرانسپورټ په خپل وخت د اکمالاتو مکلفیت لري او که د کندز د خلکو دا ادعا ثابته شي؛ نو دا ستر خیانت دی:

((کله - کله داسې هم شوي چې ځينې کسان چې نه وي پرېښودل شوي؛ هغوی شکایت کوي چې پيسې اخیستل شوي. د هوایي قوتونه دنده دا ده چې په وخت او زمان اکمالات وکړي او ټپیان او شهیدان انتقال کړي؛ ځکه دا د نورو پر مورال ښه تاثیر کوي. خو که داسې کوم کار شوی وي؛ نو دا ستر خیانت دی.))

له دې مخکې په ځينو نړېوالو رسنیو کې هم د امریکایي چارواکو په حواله داسې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان په هوایي قواوو کې ځينې مسوولان له الوتکو څخه د مخدره موادو او غیر قانوني وسلو د انتقال لپاره کار اخلي. خو افغان حکومت دا ادعاوي رد کړي دي.

د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردک هم د شنبې په ورځ له آزادي راډیو سره خبرو کې د کندز د خلکو ادعا رد کړه او ویې ویل:

((دا ادعا زه په کلکله ردوم. هر چا چې دا ادعا کړې ده؛ که ثبوت او اسناد ولري، موږ به هغو پیلوټانو، تخنیکرانو او یا هم انجینیرانو ته کلکه جزا د قانون له مخې ورکړو.))

په همدې حال کې داسې راپورونه هم شته چې د ځمکنیو ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټ بیه چې له کندز او نورو شمالي ولایتونو څخه کابل ته راځي؛ هم د پخوا په تناسب څو برابره زیاته شوې ده.

په ولسي جرګې کې د خلکو استازې له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي څیړني وکړي؛ څو له دولتي او شخصي امکاناتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG