د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

منګل:د ډنډغوري په تفاهمنامه کې له طالبانو سره معامله نه ده شوې


ولسي جرګې د شنبې په ورځ د سرحدونواو قومونو او قبایلو وزیر ګلاب منګل خپلې غونډې ته ورغوښتی و؛ څود بغلان ولایت د ډنډغوري د تفاهمنامې په هکله معلومات ورکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وايي؛ د بغلان ولایت د ډنډ غوري له اوسیدونکو سره په لاسلیک شوې تفاهمنامه کې؛ له طالبانو سره هېڅ ډول معامله نه ده شوې.

ګلاب منګل د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې وویل؛ دا تفاهمنامه د سیمې له معتبرو خلکو سره په سیمه کې د سولې د ټینګښت په خاطر لاسلیک شوې ده:

((موږ د سیمې مشرانو ته مراجعه کوو؛ څو وکړای شو، د مذاکراتو له لارې سوله ټینګه او د خلکو په مرسته په کې د مخالفینو د حملو مخه ونیسو. په لاسلیک شویو اسنادو کې داسې ټکي نه موندل کیږي چې د هېواد او خلکو د ګټو خلاف دې اوسي. که په دې اسنادو کې د سولې او هېواد پرضد یو ټکی هم وموندل شو؛ استعفا به وکړم.))

ښاغلي منګل وویل، له کومې ورځې راهیسې چې د ډنډغوري له خلکو سره د سولې تفاهمنامه لاسلیک شوې؛ د سیمې وضعیت ښه شوی دی.

کابو یوه میاشت مخکې د جمهور ريیس اشرف غني په حکم د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر مکلف شو چې د ډنډ غوري له اوسېدونکي سره په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره مذاکرات ترسره کړي.

ښاغلي منګل دا هم وویل، د ډنډغوري د سولې تفاهمنامه د سیمې له مخورو؛ قومي مشرانو، ولایتي شورا، د مدني ټولنې، سیمه ییزو لوړپوړو چارو او روحانیونو سره لاسلیک شوې ده او د سیمې خلکو ژمنه کړې چې مخالفینو ته به اجازه ورنه کړي چې له دې سیمې څخه افغان امینتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان ورسوي.

دا مساله له هغې وروسته راپورته کیږي چې د بغلان ځینو خلکو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د دې تفاهمنامې له مخې؛ د بغلان یوه سیمه مخالفینو ته ورکړل شوه؛ خو دا هغه څه دي چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر یې ردوي.

له بلې خوا د ولسي جرګې غړیو وویل؛ د دې تفاهمنامې لاسلیک کېدل د دې سبب شول چې مخالفین پر کندز ولایت حمله وکړي.

د ولسي جرګې غړي فرهاد عظیمي وویل:

((کله چې زموږ ځواکونه له کابل څخه کندز ته تلل؛ دوی ګواښ وکړ چې موږ به پرې حمله وکړو؛ د همدې له امله امنیتي ځواکونه څو ساعته ایسار شول.

دا یوه ناکامه تجربه ده، تاسې ورته خوشبینه یاست لیکن مخالفین ترې ګټه اخلي.))

په دې ورځ دغو بحثونو د جرګې غړي په دوه برخو وویشل؛ ځینو ویل، پرته له جنګه د سولې د ټینګښت لپاره د خلکو ملاتړ هم مهم دی او ځینو ویل، دغه هڅې کولی شي چې مخالفینو ته د حملو زمینې برابرې کړي.

په دې ورځ د جرګې غوڼده د دووډلو وکیلانو ترمینځ د شخړې له امله بې نتیجې پاې ته ورسېده؛ خو د ولسي جرګې مشر د سرحدونو؛ قومونو او قبایلو چارو له وزیره وغوښتل چې خپل ځوابونه په لیکلي بڼه جرګې ته وسپاري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG