د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

مدني فعالان: په کندز کې د بشرضد کړنو عاملین باید محاکمه شي


د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو د مدني ټولنو غړي وايي چې په کندز کې د شوو وروستیو بشري سرغړونو پوښتنه دې وشي او حکومت باید جنسي تیري کوونکي محاکمه کړي.

په داسې حال کې چې اوس په کندز کې وسله وال مخالفین او افغان امنیتي ځواکونه له یو بل سره په جګړه بوخت دي ډيری خلک او مدني فعالان په کندز کې په بشري ضد کړنو په تېره بیا جنسي تېریو اندېښنې ښيي.

د شمال خیتځو ولایتونو مدني فعالان چې د شنبې په ورځ په کابل کې سره راټول شوي وو؛ د کندز ولایت سقوط یې ډرامټیک ګاڼه او له حکومته یې وغوښتل چې په دې ولایت کې د شوو جرمونو کړی معلومې او مجازات کړي.

د کندز یوه ځوان محمد صابر یوسفي خپلې غوښتنې داسې مطرح کړې:

((د کندز د سقوط عاملین دې ژر تر ژره وپیژندل شي او مجازات دې شي؛ په کندز کې د مدیریت کمزورتیا دې جبران شي؛ د کندز او ولسوالیو تصفیه دې تیزه شي او او د بشري حقونو سرغړونکو او د دې سترو جنایتونو عاملینو ته باید پاملرنه وشي.))

د کندز ولایت د سقوط څخه شپږ ورځې تېریږي چې د دې فعالانو په وینا؛ په دغه موده کې کندزیان له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په همدې ډول دوی له حکومته وغوښتل چې د کندز اوسېدونکو او بې ځایه شوو کورنیو ته خپله پاملرنه ډېره او ورسره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د پنجشنبې په ورځ د بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې او اوښتو زیانونو د معلومولو لپاره دغې سیمې ته یو پلاوی لیږلی دی.

د ټاکل شوي پلاوي یو غړی رحیم جامي وايي چې تر اوسه تخار، بدخشان او سمنګان ولایتونو ته د کډه شوو څلورنیم زرو څخه ډېرو کسانو سره مرسته شوي او دا لړۍ روانه ده.

ویل کیږي چې په کندز کې د ناامنیو او جګړو له ډېرېدو سره په دغه ښا ر کې د ملکي کسانو وژنې، په ښځو او ماشومانو جنسي تیري ډير شوي چې د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا؛ په دغو کارونو کې ډېر بې باکه کسان؛ وسله وال مخالفین او غیر مسووله وسله کسان لاس لري.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون او افغان حکومت هم تایدوي چې په کندز کې ستر بشری جنایتونه شوي او روان دي.

له دې ټولو اندېښنو او غوښتونو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندز موقتي سقوط ورته درس ګرځيدلی او ورته پېښه به په بل کوم ولایت کې تکرار نه شي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي:

((لږ تر لږه اوس روښانه شوې چې په کندز کې څه ستونزې موجودې وې چې موږ د هغې څخه زده کړو؛ اوس چې هره ورځ امنیتي غونډه کېږي د کندز څخه د نمونې په توګه یادونه کیږي؛ نور ولایتونه به له داسې ستونزې سره نه مخ کیږي او نه پریږدو چې نور ولایتونه د ستونزې سره مخ شي.))

په داسې حال کې چې مدني فعالان او خلک له حکومت څخه د کندز بشپړ تصفیه غواړي افغان حکومت وايي چې د کندز ډيرې مهمې سیمې یې د وسله ولو مخالفینو څخه پاکې کړي او د پاک کاری عملیات به ټول ولایت ته وغځوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG