د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ولسمشرغني په کندوز کې د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ له کبله خواشيني څرګنده کړې


افغان چاروکي وايي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان په کندوز کې د بې پولې داکټرانو پر يوه روغتون د وروستۍ بمبارۍ له کبله بخښنه غوښتې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کندوز کې د بهرنيو ځواکونو د وروستۍ بمبارۍ له کبله خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

د جمهوري رياست اعلاميه وايي؛ د پرون سهار په بمبارۍ کې ګڼ ملکيان مړه او ټپيان شوي چې په هغو کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان کارکوونکي او ډاکټران هم شامل دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د ناټو د غوڅ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د پېښې د څرنګوالي په اړه خبرې کړي او بخښنه يې غوښتې ده.

خو د ناټو د غوڅ ماموريت يوې وياندې له رويټرز اژانس سره په خبرو کې د جنرال جان کمپبل له خوا له ولسمشر غني د بخښنې غوښتلو مساله تاييد نه کړه او ويې ويل دا خبر به بيا چک کړي.

افغان حکومت وايي، د پېښې په باب يې يو هيئت ګمارلى چې څېړنه وکړي.

د نورو سازمانونو او چارواکو تر څنګ ملګرو ملتونو هم په کندوز کې پر دغه روغتون وروستۍ هوايي حمله غندلې چې له کبله يې د وروستيو راپورونو له مخې ١٩ کسان وژل شوي چې په هغو کې ١٢ کسان د بې پولې ډاکټرانو د سازمان کارکوونکي، څلور تنه پوخ عمره ناروغان او درې نور يې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر زيد رعد الحسين وويل؛ پر يوه روغتون هوايي حمله ښايي يو جنګي جنايت وبلل شي.

په دې بريد کې چې پرون سهار وختي شوى ٣٧ تنه نور شديداً ټپيان شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان دغه حمله له نړيوالو بشري قوانينو يوه څرګنده سرغړونه بللې او په دې برخه کې يې د بېطرفه څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان عملياتي مشر بارت ين سينس پرون له بروکسل نه رويټرز اژانس ته وويل، دوى په دې باب د بېطرفه څېړنو غوښتونکي دي:

”تر اوسه نه د نړيوال ائتلاف، نه هم د افغان دولت له خوا مستقيم تماس راسره نيول شوى دى. ځکه نو بيا په صراحت سره وايو، موږ چټک وضاحت غواړو او موږ د بېطرفه څېړنو د پيل غوښتونکي يو“

د دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، په سپکو او درنو وسلو سمبال تروريستان دغه روغتون ته ورغلي وو، له ودانۍ او خلکو يې د سپر په توګه کار اخيست او له هغه ځايه يې پر افغان امنيتي ځواکونو ډزې کولې.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا ويلي چې د بمبارۍ په وخت کې له لسو تر پنځلسو پورې تروريستان په روغتون کې پټ وو.

ده ويلي په بريد کې ټول تروريستان وژل شوي او ځينې ډاکټران مو هم له لاسه ورکړي دي.

د ده په خبره د روغتون شا و خوا ٨٠ نور کارکوونکي چې په هغو کې ١٥ بهرنيان هم شامل وو، يوه بل خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ويلي چې له افغان دولت سره په همږغۍ د پېښې د څرنګوالي په اړه بشپړې څېړنې روانې دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ويلي، چې له تېرې دوشنبې راهيسې چې وسلوالو طالبانو پر کندوز ښار حمله کړې، د ٣٩٤ ټپيانو درملنه يې کړې ده.

په کندوز کې د جګړو لړۍ يوې اوونۍ ته نژدې کېږي او تازه دمه افغان پوځيان هم دغه ولايت ته رسېدلي او تصفيوي عمليات يې پيل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالودود پيمان پرون د ازادۍ راډيو تر شنه اسمان لاندې پروګرام کې وويل، په کار ده په کندوز کې پيل شوي عمليات په دقت پرمخ بوتلل شي:

”تر سلو زيات انتحاريان د ښار په ودانيو کې ځاى پر ځاى شوي، کمين يې نيولى، وخت ناوخت پوليسو او اردو ته مزاحمت کوي، حکومت ته په کار ده چې پوځي عمليات په دقت پرمخ بوځي. که هدف دا وي چې د کندوز خلک د تروريستانو له شره خلاص شي، په کار ده چې پوځي عمليات ورو پرمخ بوتلل شي“

په کندوز ښار کې له تېرې دوشنبې راهيسې درنې جګړې شوي، چې په نتيجه کې يې په سلګونو کورنۍ ګاونډيو ولايتونو ته کډه شوي دي.

ويل کیږي په دې جګړه کې ملکيانو، افغان پوځيانو او دولت ضد وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې خو شمېر يې لا دقيق نه دى.

XS
SM
MD
LG