د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ننګرهار دیني علماو او قومي مشرانو له افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړ


ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشران له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ دغه غونډه چې د قبایلو چارو ریاست په تالار کې د یکشنبې په ورځ جوړه شوې وه د ننګرهار په لسګونو قومي مشرانو او دیني علماو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی وکیل او ديني عالم مولوی عبدالعزیز خیرخوا پر ټولو دیني علماو غږ وکړ چې په اوسني وضعیت خپل مسولیت ادا کړي او ولس دې به حقایقو او د سیمې استخباراتو له دسیسو خبر کړي:

((زه د یوه افغان یا یو ملا په توګه پر ټولو دیني علماو غږ کوم، په سپین ږیرو غږ کوم چې له خدای نه وډاریږئ؛ خو د ای. اېس. ای نه مه ډاریږي او حق په طرف ودیریږئ؛ تېر تاریخ مه خرابوئ، داوود خان هغه سړی و چې پاکستانیانو به خپل ماشومانو ته ویل بچیه ویده شه داوود خان راروان دی اوس متاسفانه افغانان د ای. اېس. ای نه ډاریږي))

په دې غونډه کې د مختلفو ولسواليو قومي مخورو هم برخه اخیستې وه؛ دوی امنيتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې ولس د خپلو افغان سرتېرو ملاتړي دي او په هر ډګر کې به ورسره اوږه په اوږه جنګیږي:

((ملک نعیم ولاړ: موږ افغان امنيتي ځواکونو نه ملاتړ کوو او خپل يې ګڼو او همدارنګه حکومت د ولسونو لپاره د امنیت تامینولو مسوولیت لري؛ خو اوس مشکل ډېر زیات شوی دی؛ په کار ده، ولس دې امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګیږي او حکومت نه مو هم غوښتنه ده چې د ولس حق وپيژني.

حاجي عجب خان: په هر ځای کې جزي مخالفتونه وي؛ خو په لویه کې باید یو وي، موږ او تاسو باید یو ځای شو او مخالفتونه له خپل منځه وباسو اتفاق وکړو او د حکومت ملاتړ وکړو؛ که دا حکومت په خپلو پخو باندې ودریږي؛ نو افغانستان به له تجزیه نه بچ پاتې شي.))

له کله نه چې د داعش او امارت اسلامي وسله والو ډلو پر ولسي وګړو فشارونه زيات کړي او خلک يې کډه کولو ته اړ کړل؛ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو خپل ملاتړ له امنيتي ځواکونو څخه اعلان کړی.

د ویلو ده چې اوس مهال هم د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې سیمه ييز خلک له امنيتي ځواکونو سره په خواکې د وسله والو په جګړه بوخت دي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG