د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د پاکستان له توطئو پرده پورته کړه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان او د یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو له نوو توطئو څخه پرده پورته کړه.

په هېواد کې د نا امنیو د یوې نوې څپې په رامنځ ته کېدو او د وسله والو طالبانو له خوا د یوشمېر ولسوالیو او کندز ښار له نیول کېدو وروسته د کورنیو چارو وزیر د پاکستان له نویو توطئو څخه پرده پورته کړه.

نورالحق علومي د مشرانو جرګې دیکشنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د وسله والو مخالفانو له لوري د یو شمېر ښارونو او ولسوالیو سقوط د پاکستان یوه نوې توطئه ده.

علومي وویل چې د دې توطئې له مخې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګر روزي؛ د عملیاتو په فشار یې افغانستان ته رالیږي او اوس یې داسې هڅې پيل کړي چې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون افغانستان ته د مخالفینو لښکر راولیږي:

((هغه ترورستي مرکزونه چې نن ورځ زموږ په ګاونډ کې قرار لري؛ دوی هېڅ کله ارام نه دي ناست، نن ورځ د افغانستان جنوب شمال، غرب او ختیځ ټول د دوی له ګواښ سره مخامخ دي؛ په دې کې چیچني، ازبک، عرب، پاکستاني دا ټول موجود دي او نورې هڅې هم شوي چې روزل شوي ترورستان افغانستان ته ولیږي؛ ترڅو په افغانستان کې یوه لاسته راوړنه ولري.))

ښاغلي علومي یوځل بیا د هېواد دننه هغو کړیو ته اشاره وکړه چې بهرنیو استخباراتو ته کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم ولسي جرګې امنیتي چارواکي د تجهیزاتو او د امنيتي ځواکونو په منځ کې د همغږۍ د نشتون له وجې خپلې جلسې ته غوښتي وو؛ خو جلسه سرې اعلان شوه.

د یکشنبې ورځې په ناسته کې هم د امنیتي چارواکو غوښتنه دا وه چې باید جلسه سرې اعلان شي؛ خو د جرګې د غړو له خوا ونه منل شوه او محمد علم ایزدیار چې د جلسې مشري یې کوله پریکړه وکړه؛ ترڅو د جرګې د غړو پوښتنې په علنې ډول ځواب کړي.

د یکشنې ورځې جلسې ته د ملي امنیت شورا سلاکار؛ د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت عمومي رییس غوښتل شوي وو؛ خو یوازې د کورنیو چارو وزیر په دې جلسې کې حضور پیدا کړ او نورو خپل مرستیالان لیږلي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال عبدالخالق سروري هم یو شمېر هېوادونه تورن کړل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

((که چېرې نن ورځ موږ یوه مجهزه اوردو درلودلی؛ نو هېڅ هېواد به نه شو کولای چې دلته مداخلې وکړې؛ خو نن ورځ د پاکستان استخبارات، ایران هېواد او نور هېوادونه عملاً زموږ په چارو کې مداخلې کوي.))

خو نوموړي خبرداری ورکوي چې هېڅ کله به د افغانستان دښمنان خپلو اهدافو ته ونه رسیږي.

دغه چارواکي همداراز وایي چې ډېر ژر به په څوارلسو شمالي او جنوبي ولایتونو کې چې بهرني جنګیالي په کې حضور لري عملیات پیل شي.

دوی وایي چې دا عملیات به په کندز کې تر هغې دوام وکړي چې ټول وسله وال مخالفان له منځه ولاړشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG