د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

ولسمشر د امنیتي ځواکونو د څرنګوالي په اړه د سراسري ارزیابي امر وکړ


ولسمشر اشرف غني ویلي، یوه پلاوي ته به دنده ورکړي چې د هېواد په کچه د امنیتي ځواکونو وضعیت او تجهیزات ارزیابي کړي.

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو د هر اړخیزې ارزیابي خبره کوي چې له دې وړاندې یې ویلي وو؛ د امنیتي ځواکونو د شمېر په اوسنیو ارقامو بې باوره دی.

د ولسمشر اشرف غني د مطبوعاتي دفتر سرپرست ظفر هاشمي وایي؛ ولسمشر به ډېر ژر یو پلاوی وټاکي؛ څو د هېواد په کچه د امنیتي ځواکونو کمیت، وړتیا او تجهیزات له نږدې وګوري.

ښاغلي هاشمي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې له دې ارزیابي څخه یې هدف له اوسني امنیتي وضعیت څخه جاج اخیستل دي.

((ولسمشر امر کړی چې د یوه پلاوي په ټاکلو سره د ټول هېواد په کچه امنیتي او دفاعي ځواکونه ارزیابي کړي؛ په دې ارزیابي کې به د امنیتي ځواکونو شمېر؛ تجهیزات، آسانتیاوې او وسلې له نږدې وکتل شي؛ دا ارزیابي به له هغو ارقامو سره پرتله شي چې اوس له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره موجود دي.))

ولسمشر اشرف غني د دغې سراسري ارزیابي موضوع د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د توحید له مرکز څخه د ټولو ولایتونو له امنیتي مسوولینو سره د ویډیو کانفرانس پر مهال یاده کړه.

ولسمشر په دې کانفرانس کې ټولو امنیتي مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د ولس د امنیت خوندیتوب ته جدي هڅې وکړې او له خلکو سره انساني چلند او بشري حقونو ته پام وکړي.

ولسمشر په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو د شمېر؛ تجهیز او پياوړتیا د ارزیابۍ خبره کوي چې په دې وروستیو کې په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو حملو زور اخیستی او له کندز ښار سربیره یې ځینې ولسوالۍ هم ونیولې.

ولسمشر د میزان میاشتې په لومړیو کې د امنیتي ځواکونو د ارقامو په کره والي شک څرګند کړ او ویې ویل چې ممکن د امنیتي ځواکونو شمېر هغومره نه وي چې چارواکي یې بیانوي.

هغه مهال د کورنیو چارو وزارت هم وویل چې د ولسمشر دا خبره به په جدي ډول تعقیب کړي او هڅه به وکړي چې د امنیتي ځواکونو څرنګوالی وڅيړي.

د چارو څیړونکو له دې وړاندې ویلي؛ افغانستان په کافي اندازه امنیتي ځواکونه لري او که روزنې او سمبالښت ته یې جدي کار وشي، د هېواد په وړاندې هر ډول ګواښ دفعه کولای شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG