د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

د م.م بشري حقونو د کندز پر ملکي روغتون هوايي حمله په کلکه وغندله


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د کندز پر ملکي روغتون هوايي حمله په شدت وغندله.

په همدې حال کې، د سره صلیب نړېواله ټولنه وايي چې روغتیايي ډلې د افغانستان له شماله د وتلو په حال کې دي چې وضعیت یې ډېر خطرناک کړی دی.

د تیرې شنبې په ورځ په کندز ښار کې پر یوه روغتون په بمبارۍ کې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول چې د بې سرحده ډاکترانو د نړېوالې ټولنې کارکوونکي هم په کې وو.

د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې ټولنې پرون له نیویارکه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د فعالیت د بندولو پرېکړه یې د خپلو کارکوونکو د امنیت لپاره کړې؛ خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاندې روینا شامداساني پرون (دوشنبه) رویټرز خبري اژانس ته وویل:

((موږ په کندز کې پر روغتون بمباري په کلکه غندو. موږ ته څرګنده شوې چې دا په کندز کې یوازنی روغتون و او په داسې سیمه کې چې شدیده اړتیا وه؛ روغتیايي خدمت کاوو. د روغتیايي خدماتو لپاره پر ځانګړو ځایونو حملې جنګي جنایت ګڼل کیدلاي شي.))

د سره صلیب نړیواله ټولنه هم په شمال کې د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي چې په کندز ښار کې پر روغتون حملې؛ د جګړې په سیمه کې د ملکي خلکو لپاره حالت لا خراب کړی دی.

د سره صلیب د نړیوالې ټولنې ویاند ایوان واټسن پرون په جینوا کې رویټرز خبري اژانس ته وویل:

((د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې وضعیت په کلکه د اندیښنې وړ دی. تر دې بمبارۍ مخکې، موږ هڅه کوله چې زیات درمل ورسیږي او په سیمه کې د روغتیايي کارکونکو شمېر زیات شي. خو اوس موږ ته څرګنده شوې چې روغتیايي کارکوونکي له سیمې دوتلو په حال کې دي او د دې لپاره ښه دلیل لري ځکه چې پرهغوي حملې کیږي.

دا د ډېرې اندیښنې وړ مساله ده ځکه هغه روغتون چې حمله ورباندې وشوه؛ یوازنی صحي مرکز وو چې د افغانستان په دې برخه کې یې فعالیت کاوو. تر دې وروسته به د جګړې په سیمه کې راګېر خلک ډېر کم روغتیايي امکانات ولري.))

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي، عبدالودود پيمان پرون ازادي راډیو ته وویل چې د کندز ښار د خلکو حالت ډېر خراب دی.

((د ښار خلک ټول پریشان او دربدره شوي دي. وسله والو له هېڅ ډول ظلم او بربریته؛ د خلکو پر ناموس لع تجاوز، قتل عام، چور او چپاوله مخ نه دی اړولی. هغه مظلوم او غریب خلک چې د وتلو توان یې نه درلود؛ د خپلو کورونو په تاکونو او زیرخانو کې پټ دي.))

ښاغلي پیمان وویل چې یو شمېر سوداګرو د کندز خلکو ته د مرستو استولو ژمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG