د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

کمپبل: د کندز پر روغتون حمله د افغان پوځ د غوښتنې په اساس شوې


په افغانستان کې د ناټو او د امریکا د ټولو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل پرون (دوشنبه) وویل چې په کندز ښار کې پر ملکي روغتون بمباري د افغان ځواکونو د غوښتنې پر اساس شوې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دې قوماندان پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونو خبر ورکړی و چې د دښمن له خوا ډزې ورباندې کیږي او د هوايي ملاتړ غوښتنه یې کړې وه.

د تېرې شنبې په ورځ په کندز ښار کې پر یوه روغتون په بمبارۍ کې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول چې د بې سرحده ډاکترانو د نړیوالې ټولنې کارکوونکي هم په کې شامل وو:

((موږ ته اوس څرګنده شوه چې د اکټوبر په ۳مه نېټه افغان لوري ویلي وو چې د دښمن له لوري حملې ورباندې کیږي او له امریکايي قواوو یې د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې وه.

دوی دا غوښتنه د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو لپاره کړې وه؛ خو ملکي خلک یې په تصادفي ډول قرباني شوي دي. دا له هغو رپوټونو فرق لري چې په کې ویل شوي وو چې حمله امریکايي ځواکونو ته د پيښ خطر له امله شوې وه او امریکايي ځواکونو یې غوښتنه کړې وه.))

د کمپبل تر دې څرګندونو مخکې؛ د امریکا د پوځ او ناټو په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې په کندز کې پر ملکي روغتون هوايي حمله امریکايي عسکرو ته د پېښ ګواښ له امله شوې وه.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د جنرال جان کمپبل د دې ادعا په اړه نظر نه دی څرګند کړی. ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ملي دفاع وزارت له چارواکو سره خبرې وکړي؛ خو هڅې یې بریالۍ نه شوې.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې پر روغتون د حملې په اړه د امریکايي چارواکو ضد او نقیض څرګندونو ته په اشاره؛ پرون وویل:

((حقیقت دا دی چې بمونه امریکايي ځواکونو غورځولي دي.))

خو په افغانستان کې د امریکايي قواوو لوي قوماندان جنرال جان کمپبل پرون څرګنده کړه چې په کندز کې د حملې په اړه د امریکا او افغانستان پوځونه څیړنې کوي.

((لکه څرنګه چې په رپوټونو کې وویل شول؛ ما د دې خواشینونکې حملې په اړه د بشپړو څیړنو امر کړی دی. افغان لوري هم ورته کار کړی دی. څیړنې روانې دي. که چېرې غلطي شوي وي، موږ به یې ومنوو له عاملینو سره به یې حساب وکړو. موږ به همدا راز د داسې تیروتنو د بیا تکرار د مخنیو لپاره اقدام وکړو.))

کمپبل د نورو جزئیاتو له څرګندولو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG