د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

فاریاب یوځل بیا د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دی


د فاریاب سیمه ییز امنیتي چارواکي، د دې ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو فاریاب ته د زیاتو امنیتي ځواکونو د استولو غوښتنه کوي.

د دې ولایت د ولایتي شورا رییس د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو مخالفان د فاریاب په ځینو سیمو کې فعال دي او د میمنې ښار امنیت ګواښي.

وروسته له هغې چې د ولسمشرد لومړي مرستیال په مشرۍ په فاریاب کې پوځي عملیات ترسره شول، یاد ولایت یوځل بیا د وسله والو له ګواښ سره مخ دی.

د دې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې فاریاب د امنیتي ځواکونو له کمښت سره مخ دی او که د اړتیا په صورت کې یاد ولایت ته اضافي سرتیري وانه ستول شي، نو ممکن امنیتي وضعیت لاپسې خراب شي.

د فاریاب ولایت د ولایتي شورا رییس سید عبدالباقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال مخالفان میمنې ښارته نږدې سره راټول شوي او یاد ښار ته یې امنیت ګواښ پیښ کړی:

((د فاریاب دولتي تشکیل له کمبود یاد ولایت له زیاتو ستونزو سره مخ دی، هغه امنیتي ځواکونه چې په فاریاب کې شته بساینه نه کوي، که وسله وال د فاریاب په مرکز میمنې باندې خپلو حملو ته زور ورکړي او له مرکزه هم مرستندویه سرتیري راونه رسیږي، د هغو ولسوالیو مرکزونو ته به زیان ورسیږي چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ وسله والو مخالفان له پنځو لورو د فاریاب په مرکز میمنې ښار ډله ییزه حمله وکړه، خو د دې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې یاده حمله یې په شاه تمبولې ده.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت د ولایتي شورا رییس سید عبدالباقي وايي، د دې ولایت د کوهستان، قیصار، دولت اباد، شرین تګاب او غورماچ ولسوالۍ د وسله والو له جدي ګواښ سره مخ دي.

څه موده وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشري د فاریاب په څو ولسوالیو کې د وسله والو پرضد پراخ پوځي عملیات وشول.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په فاریاب کې د دوی ځواکونه په کافي اندازه موجود دي او د اړتیا په وخت کې به یاد ولایت ته نور سرتیري هم واستوي.

د دې وزارت د اوپراسیون رییس افضل امان ازادي راډیو په دې اړه داسې وویل:

((موږ په فاریاب کې یوه لوا لرو چې مجرب او فعال کنډونه په واک کې لري، پولیس هم فعال قطعات او جزوتامونه لري، تر هغې چې موږ ته رسمي وړاندیز ونه رسیږي موږ اجرات نه کوو او که ورسېده بیا موږ دومره ځواک لرو چې له فاریابه دفاع وکړو.))

ښاغلي امان وویل چې وسله والو مخالفانو تېره شپه یوځل بیا د میمنې په ښار باندې د حملې پلان درلود، خو د هغه په خبره چې افغان ځواکونو د دوی پلان شنډ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د فاریاب په امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د فاریاب د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG