د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

مشرانو جرګه:د خیالي امنیتي ځواکونو موضوع دې په جدي ډول تعقیب شي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په هیواد کې د یو شمېر خیالي امنیتي ځواکونو شمېر تایدوي وايي چې دا موضوع باید په جدي ډول تعقیب شي.

ورسته تر هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو د کره ارقامو د څېړنې فرمان صادر کړ؛ د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم له حکومت غواړي چې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړل شي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت هغه څه چې وايي؛ باید عمل پرې وکړي.

سناتور جمعه دین ګیانوال وویل چې په ولایتونو او ولسوالیوو کې د امنیتي ځواکونو شمېر تر هغې کم دی کوم چې د امنیتي ارګانونو له خوا مطرح کېږي:

((زموږ وړاندیز مجلس او ولسمشر ته دا دی چې دوی د امنیتي خیالي ځواکونو مخه ونیسي او په کار ده چې داشان تشکیلات له منځه یوړل شي؛ زه له تاسې هیله کوم چې دغه موضوع په کتبي ډول له ولسمشر سره شریکه کړئ؛ تر څو دغه مساله په جدي ډول وڅېړي نه دا چې د کابل بانک او ښاروالي د موضوع په شان چې عمل پرې و نه شي؛ باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي.))

ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په لومړیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په موجودو ارقامو شک څرګند کړ او ویې ویل چې ښايي افغان ځواکونه په هغه شمېر نه وي چې مسوولانو ویلي دي.

ولسمشر په دې اړه د څېړنو فرمان هم صادر کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د ولسمشر دغه دستور به په جدي ډول تعقیب کړي او هڅه به وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونو دقیق شمېر معلوم کړي.

د مشرانو جرګې یو بل غړي صفي الله هاشمي په دې اړه وویل:

((نه یواځې خیالي پولس موږ اوس له خیاليانو سره مخ یو؛ خیالي پولیس، خیالي ښوونکي ، تېره ورځ اعلان وشو چې شا او خوا ۷۰۰۰۰ خیالي د شهیدانو او معلولینو کورنۍ هم موجودې دي؛ په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې هر څه خیالي شوي دي وېره لرم چې خپله خیالي نه شو، خیالي امنیت، خیالي اقتصاد، باید حکومت متوجه وي او د دې مسایلو مخه ونیسي.))
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي په داسې حال کې د خیالي افغان امنیتي ځواکونو په اړه اندېښنه ښکار کوی چې تر دې دمخه امنیتي ارګانونو د هېواد د امنیتي ځواکونو شمېر درې نیم لکه ښودلی و.

کارپوهان وايي چې که دغه موضوع په د حکومت له خوا جدي ډول ونه څېړل شي د امنیتي ځواکونو ځانګړې بودجې یوه برخه به خوشې تللې وي او نا امنۍ به هم پراخې شي.

XS
SM
MD
LG