د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

کمپبل: په کندز کې پرملکي روغتون حمله تیروتنه وه


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وايي:

((د شنبې په ورځ په کندز کې پرملکي روغتون حمله تیروتنه وه.))

کامپبل چې پرون یې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته وینا کوله، ومنله چې په کندز کې د بمبارۍ پریکړه د امریکايي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې شوې وه.

جنرال کمپبل څرګنده کړه چې په کندز کې پر روغتون بمباري تیروتنه وه او د امریکا پوځ هیڅ کله په عمدي ډول پر یوه روغتیايي مرکز حمله نه شي کولاي.

په کندز ښار کې د شنبې په ورځ پرملکي روغتون په بمبارۍ کې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول چې د بې سرحده ډاکترانو د نړېوالې، مرستندویه ټولنې کارکونکي هم په کې وو.جنرال کمپبل دا حمله تیروتنه وبلله او ویې ویل:

((د وضاحت لپاره، باید ووایم چې د هوايي ملاتړ پریکړه امریکا کړې وه او فیصله د امریکايي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې شوې وه.

روغتون په تیروتنه کې ویشتل شوی دی. موږ به هیڅ کله هم پر یوه روغتیايي مرکز عمدي حمله ونه کړو.))

خو د بې سرحده ډاکټرانو د نړېوالې ټولنې د فعالیتونو رئیسې میني نیکولای پرون [سه شنبه] په جنیوا کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په کندزکې د جګړې ټولو خواوو [ طالبانو، افغان حکومت او ائتلافي قواوو] ته د دې روغتون په اړه بشپړ معلومات ورکړ شوي وو.میني نیکولای زیاته کړه:

((د روغتون موقعیت ډير څرګند وو او موږ ټولو اړخونو ته معلومات ورکړي وو . موږ يې ټولو ته موقعیت څرګند کړی وو او ۴ کاله په دې سیمه کې وو.

دا لوی روغتون دی، خلکو ته معلوم دی او واضح لیدل کیږي. نو پر داسې لوی روغتون حمله، که چیرې بل ثبوت نه وي، زموږ له نظره جنګي جنایت ګڼل کیدلاي شي.))

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون وویل چې ترپيښې وروسته، لوړ رتبه امریکايي چارواکو د دې خیریه ټولنې له مسئولانو سره خبرې کړې دي.

میرمن میني دا ادعا چې پر روغتون بمباري پر وسله والو طالبانو د حملې لپاره شوې، د خندا وړ وبلله:

((حقاقیت دا نه څرګندوي چې دوي پر طالبانو حمله کوله نو دا ادعا مسخره ده.

زموږ کارکوونکو د ډزو هیڅ ږغ نه دی اوریدلی چې په روغتون کې د وسله والو شتوالی ثابت کړي.

روغتون څارونکي درلودل او شاوخوا یې موانع لګول شوي وو. په روغتون کې یوازې ډاکتران او کارکونکي وو او په حمله کې هم یوازې همدا کسان وژل شوي او زخمیان دي.))

سپینې ماڼۍ په کندز کې پر دی روغتون حمله ستره غمیزه وبلله او ویې ویل چې امریکا به د ملکي خکلو د امنیت لپاره هیڅ ډول امکانات نه سپموي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وویل چې اوس مهال، په دې اړه د امریکا، ناټو او افغان حکومت څیړنې روانې دي.

کمپبل تردې وړاندې ویلي وو چې په کندز کې هوايي حمله د افغان ځواکونو په غوښتنه شوې وه او که په دې پيښه کې د امریکا د پوځ تیروتنه ثابته شي، له عاملینو سره به یې حساب وکړي.

XS
SM
MD
LG