د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د کندز پیښې په منځنۍ اسیا کې اندیښنې زیاتې کړي


د افغانستان د مرکزي اسیا ګاونډي هېوادونه که څه هم د طالبانو له لوري د کندز ښار ته د طالبانو د داخلیدو پر مساله غلي دي، خو د ازادي اروپا د ازادي راډيو د منځنۍ اسیا د څیړونکي برویس پنیر په وینا، د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان چارواکي د کندز پیښې ته اندیښمن دي، ځکه چې دغه ښار په نویمو میلادي کلونو کې یو وخت د ازبکستان د اسلامي تحریک مرکز و او هغه مهال دغه ګوند په منځنۍ اسیا کې فعاله و.

بروس پنیز زیاته کړه چې تاجک چارواکو د کندز د پیښې په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او ازبک چارواکي چې غلي دي په حقیقت کې ډیر اندیښمن دي، ځکه چې د راپورونو له مخې د کندز په جګړو کې چې کوم بهرنیان جنګیږي، معلومه شوې ده چې په دوی کې تاجکستانیان او ازبکستانیان شته.

ترکمنستان هم د ازبکستان په څیر د کندز پر پیښه غلی دی، خو روان کال د ترکمنستان له سرحد سره نژدې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې شخړې روانې دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د اګست په میاشت کې لا په کابل کې له ولسمشراشرف غني سره د خبرو پر مهال د امنیت او ثبات پر مسالې ټینګار وکړ.

ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د افغانستان له شمالي ولایتونو سره نژدې دوه زره کیلومتره شریک سرحد لري او د برویس پنیز په وینا دغه درې هېوادونه له څو میاشتو راهیسې هڅې کوي چې له افغانستان سره د خپلو پولو امنیت ټینګ کړي.

تاجکستان د خپل سرحد د ساتنې لپاره له روسیې، چین او د امریکا له متحد ایالتونو مرستې ترلاسه کوي.

تاجکستان هغه هېواد دی چې د منځنۍ اسیا تر نورو هېوادو له افغانستان سره اوږد سرحد لري چې څه باندې دولس سوه کیلومتره دی.

د پخواني شوروي اتحاد له ماتیدو ترپنځه ویشت کلونو ډیر وخت تیر شوی دی خو لاهم روسیه د منځنۍ اسیا په هېواد کې خپل اغیز لري او تیره اونۍ چې کله طالبان د کندز ښار ته ننوتل، ماسکو دستي خپله اندیښنه وښوده.

د ګډو ګټو د امنیتي تړون د سازمان مشر نیکولای باردیوژه د روسیې انترفکس اژانس ته وویل:

((کندز د ګډو ګټو د امنیتي تړون د سازمان سرحداتو ته نژدې دی، د تاجکستان له سرحده یوازې اویا کیلومتره لرې دی. دا پيښې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره یو ښکاره ګواښ دی.))

د ګډو ګټو د هېوادو مشري مسکو کوي چې تاجکستان، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان او قرغزستان یې غړي دي.

XS
SM
MD
LG