د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

هاشمي: د ارګ په انګړ کې د مړو هډوکي پیدا شوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ارګ په انګړ کې د انساني اسکلیټ د مړو هډوکي پیدا شوي دي.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي د سې شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، دا هډوکي د ځمکې د دوه نیمو مترونو په ژوروالي کې پیدا شوي او د لاڅيړلو لپاره عدلي طب ته لیږل شوي دي.

په افغانستان کې د ډله ییزو وژنو او ورڅخه د پاتې شوو هډوکو ممکن بې شمېره ځایونه وي خو دا ځل په جمهوري ریاست کې هم د انساني اسکلیت ځیني برخې چې لرغونتوب او معرفت یې معلوم نه دی پېدا شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ارګ ماڼۍ د انګړ په دوه نیم متره ژوروالي کې د انسانانو د اسکلیټ هډوکي پیدا شوي چې ښکاري ممکن د دوه کسانو وي.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه نورمعلومات نه شته خو د لاڅيړلو لپاره یې عدلي طب ته لیږلي دي:

((د جمهوري ریاست د لومړی ماڼۍ په احاطه کې د انساني بدن د اسکلیټ پاتې شوني پیدا شوي دي، تراوسه پورې چې زه خبرې کوم داسې معلومیدل چې دا به د دوه انسانانو اسکلیټ وي خو له دې وړاندې وخته ده چې زه نورې خبرې وکړم.))

ښاغلی هاشمي وايي، د دې لپاره چې د دې هډوکو په اړه ټول اسلامي اساسات بشپړ شوي وي جمهور ریس یو کمیسیون ګمارلی دی.

نوموړی وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې د څيړلو له مخې معلوم کړي چې دا څوک دي، د کومې دورې څخه دي او څومره وخت کيږي چې په ارګ کې ترځمکې لاندې شوي دي.

هاشمي وايي چې د څيړلو څخه وروسته به خاورې ته د هغې د سپارلو ټول ترتیبات ونیول شي.

افغانستان چې د څو لسیزو راهیسې د جګړې شاهد دی ډيرکسان په کې داسې وژل شوي چې لایې هم د مړینې او دفن ځای نه دی معلوم، کورنۍ یې په اړه هیڅ معلومات نه لري او ډير یې په ډله ییزو قبرونو کې دفن شوي دي.

تاریخ پوهان وايي، دا هډوکي هم د سیاسي وژنو نتیجه ده او ډيراحتمال دا دی چې د امیر عبدالرحمان له دورې پاتې شوي وي. تاریخ پوه حبیب الله رفیع په دې اړه وايي:

((دا وژنې چې د هر وخت وي پلټنې غواړي خو ډیر اټکل دا دی چې د عبدالرحمان خان په دوره او یا له هغه وروسته به شوي وي په پخوا وختونو کې به د بادشاهانو په مخ کې وژنې کیدې دا ممکن د هماغې زمانې څخه پاتې شوي.))

د افغانستان څخه د انګریزانو له وتلو وروسته د امیرعبدالرحمان خان په دوره کې ارګ ماڼۍ د هغه د حکومتدارۍ لپاره د ځای ناستي په توګه په همدې ځای د افغاني انجینرانو له خوا په دوه سوه جریبه ځمکه کې جوړه شوه.

له هغې وروسته په داخلي جنګونو کې د ارګ ډيربنسټونه هم له منځه ولاړل او تاریخ پوهان وايي چې په دې جګړو کې ترډيره په ارګ کې هم ژوند خوندي نه و.

خو دا چې دا پیدا شوي هډوکي د چا او کومې دورې څخه پاتې دي هغه څه دي چې افغان حکومت یې پلټنې کوي او څيړنې به یې نتیجه معلومه کړي.

XS
SM
MD
LG