د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د کندز او ننګرهار جنګ ځپلو کورنیو لپاره د ولسي مرستو راټولولو کمپاین پيل شو


د ننګرهار ځوانانو امریت، مدني فعالانو او د جمعيت اصلاح ټولنې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې د کندز او ننګرهار جنګ ځپلو کډه شویو کورنیو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین د چهار شنبې په ورځ پيل کړ.

د ځوانانو امر مطيع الله احمدزي وويل، دغه کمپاین چې له یو شمېر مدني ټولنو سره يې په ګډه پيل کړی تر درې ورځو به دوام وکړي:

((موږ نن ورځ په څلورو ځایونو کې کمپونه لګولي دي، د تلاشۍ په څلورلارې کې، مخابراتو چوک، درونټې بازار کې او د ګمرک ته مخامخ کمپونه لګیدلي تر درې ورځو پورې به دا دوام وکړي دا کمپاین د ځوانانو امریت او مدني فعالان په کډه په رضاکارانه ډول مخکې بيايي تر څو جنګ ځپلو کورنیو لپاره مرستې راټولې کړو.))

په ورته وخت کې د جمعیت اصلاح ټولنې هم یو شمېر نورو ټولنو سره په ګډه د ښار په واټونو کې خيمې لګولي او ولسي مرستې راټولوي.

په ختیځه سیمه کې د دې ټولنې مرستیال عبدالرحیم صراف وویل چې د دوی د مرستو راټولولو کمپاین به تر يوې اونۍ پورې دوام وکړي او په شفاف ډول به يې اړو بې ځایه شویو کورنیو ته ورسوي.

صراف له ټولو شتمنو خلکوڅخه وغوښتل چې په دې کمپاين کې ورسره مرسته وکړي:

((موږ په ټول افغانستان کې د دې واقعې لپاره عمومي کمپاین پيل کړی دی، موږ پر ټولو ملي تجارانو هم غږ کوو، چې مرسته وکړي او دا مرسته به په شفاف ډول دې کورنیو ته رسیږي.))

مدني فعال عبدالبصير سباوون د جګړې له ښکېلو خواوو نه وغوښتل چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي او نور دې د بې ګناه خلکو له وژنې او ځورنې څخه لاس واخلي:

(( په جنګ کې د ښکيلو خواوو نه زیات زیان ولس ته رسیدلی موږ غواړو له دې لارې ولس سره مرسته وکړو او د جګړې دواوو خواونه غوښتنه کوو چې د ولس وژنې نه لاس واخلي او په دې برخه کې ولس سره خپلې اړینې مرستې وکړي.))

له تېرو دوو اونیو راهیسې په کندز ولایت او دارنګه له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د شینوارو په ولسوالیو کې د جګړې اورونه بل دي،چې له امله يې په زرګونو کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې.

په دې وروستیو کې دغو بې ځایه شویو کورنیو سره د هيواد په بيلابیلو ولایتونو کې د مرستو راټولولو کمپاینونه پيل شوي،چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار اطاق تجارت ریاست هم پر ټولو شتمنو د مرستو راټولولو غږ کړی و.

کتوونکي وايي، دغه ټولنې او سوداګر باید په خپل منځ کې سره همغږي شي او د یوه پلان له مخې راټولې شوې مرستې بې ځایه شویو اړو کورنیو ته په منظم ډولورسوي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG