د بلخ مدني ټولنې ګڼ شمېر فعالانو د یوې ګډې غونډې په ترسره کولو سره د کندوز جنګ ځپلو ته د مرستې په مقصد د ملاتړ کېږدۍ (خیمه) جوړه کړه.
ګڼ شمېرکندوزیانو چې د جګړې له امله یې خپل ولایت پرېښی او اوس مهال بلخ ولایت راستانه شوي دي، وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي، دوی وايي چې مخالفینو هم ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی شتمني یې چور او چپاول کړې ده.
د بلخ ولایت مدني فعالانو د کندوزجنګ ځپلو سره د مرستې په مقصد د مالي ملاتړ یوه کېږدۍ (خیمه ) په مزارشریف ښار کې رامنځته کړه.
دا مدني فعالان چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، په کندوز ولایت کې وروستۍ جکړه یې یوه فاجعه وبلله او په کندوز کې د جګړې پرمهال له ملکي کسانو سره د دولت د مخالفو وسلوالو چلند یې د بشري اصولو خلاف عمل په ګوته کړ، دوی یې په اړه وویل:
((1- په کندوز ولایت کې وروستۍ جګړه یوه لویه فاجعه ده، ملکي وګړي د دې جګړې قرباني ګرځېدلي او باید ووایم چې د یاغیانو دا عمل د تحمل وړ نه دی او د بشریت ضد جنایت دی.
2- په هغه جنګ کې چې کندوز ولایت کې دوام لري او ترسره شو، پکې لسګونه ملکي وکړو ته ځاني تلفات اوښتي دي، یادې موضوع د کنترول په برخه کې د دولت عمل کرد هم ضعیف وه.))
د کندوز ولایت اوسېدونکي د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ملکي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې له اوښتو څخه خبر ورکوي.
ګڼ شمېر کسان وايي، چې د روانې جګړې له امله مزار شریف ته را کډه شوي دي او په هڅه کې دي ترڅو ځانونو ته سرپناه پيدا کړي.
دوی وايي؛ یواځې د دولت مخالف وسلوال نه ول چې پر ملکي وکړو یې تېری وکړ او د هغوی اموال یې په غارت یوړل او چور چپاول یې په ښار دننه ترسره کړ، بلکه افغان امنیتي ځواکونو په ډېرې بې پامۍ سره لسګونه ملکي کسان ووژل:
((1- زما نوم حشمت دی، د کندوز په بالاحصار کې ۲ زره کسان مخالفین ول، الوتکې (طیارې) پرې څرخ وه خو بمباري یې نه کوله. او په هغه جکړې کې چې د ښار دننه ترسره شوه پکې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا لسګونه کسان ووژل شول.
2- زه جاوید یم، د څلورو ورځو راپدېخوا بلخ ولایت راغلی یم، هر هغه ستونزه چې رامنځته شوه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وه، دوی نه دښمن پېژانده او نه هم ملکي وکړی، دوی ته ځوان او زوړ نه وه معلوم پر هر چا یې ډزې کولې او وژل یې.))
د جکړې له امله د کندوز بېځایه شوي کسان وايي، چې دولت تر دمه د دوی د ژوندانه وضعیت ته هېڅ ډول پاملرنه ندرلوده او اکثرآ کورنۍ همدا اوس په جنګ کې ښکلې دي او په بد امنیتي وضعیت کې په سر وړي.
د هغوی په خبره چې د خوراکي توکو پیدا کول هم ستونزمن شوي او د کندوز په ښار کې پاتې کورنۍ د عاجلو امنیتي او خوراکي مرستو غوښتونکي دي.
مجیب الرحمن حبیب زی