د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

مخالفین د فیسبوک د جعلي پاڼو له لارې په افغانانو کې کرکې پیداکوي


د افغانستان عام خلک او ملي شورا وایي، د فیسبوک په جعلي پاڼو کې، د افغانستان د خلکو او حکومت مخالفین هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو کرکې پیدا کړې.

د مشرانو جرګې غړي وايي، د دې پاڼو په جوړولو او کارولو کې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ لاس لري.

د مخابراتو وزارت وايي، که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فیسبوک دا ډول پاڼې ورپه نښه کړي، دوې به يې تړلو ته اقدام وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دې ستونزې مخنیوي ته یې تدابیر نیولي او وروستۍ پریکړه به یې ډیر ژر، د مخابراتو له وزارت سره شریکه کړي.

د افغانستان عام خلک او د ملي شورا غړي، د فیسبوک پر پاڼو د جعلي نومونو له لارې، یو لړ غیر مسوولانه خپرونو او تبصرو اندیښمن کړي دي.

دوې وايي، په دې خپرونو کې هڅه کیږي چې د افغانانو ترمنځ کرکه پیدا کړې.

د مشرانو جرګې غړی صفي اله هاشمي وايي، مخالفین غواړي چې له دې لارې د افغانستان د خلکو او حکومت پر ضد د یو فرهنګي جنګ اور ته لمن ووهي:

((دښمن سربیره پر وسله وال جنګ، زموږ د خلکو پرضد رواني جنګ هم پیل کړي، شاوخوا اته زره فیسبوکي پاڼې زموږ د خلکو د ذهنونو ګډوډولو ته کار کوي او په خلکو کې تفرقه اچوي.))

همدارنګه د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د فیسبوک پر پاڼو د دغو جعلي اکونټونو په جوړولو او کارولو کې، د ګاونډیو هېوادونو او په تیره د پاکستان استخباراتي کړۍ لاس لري. د ولسي جرګې غړی اله ګل مجاهد وایي:

((له زرو زیات جعلي اکاونټونه پاکستان جوړ کړي او غواړي د افغانانو ترمنځ د پښتون، هزاره، تاجک، ازبک او داسې نورو په نامه اختلافات رامنځته کړي، دا هغه څه دي چې زموږ په تاریخ کې نشته.))

په دې وروستیو کې د فیسبوک پرپاڼو لیدل کیږي چې پر مستعارونو نومونو، د افغانانو ترمنځ د ژبني، قومي، مذهبي او سیمه يیزو اختلافونو د رامنځته کولو هڅې تیزې شوي دي.په دې پاڼو کې په مختلفو نومونو د خلکو سپکاوی هم کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم وایي، د رسنیو په ځینو پاڼو کې هڅې کیږي چې د خلکو او دولت ترمنځ اختلاف رامنځته او همدارنګه خلک پرحکومت بې باوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او خلک وايي، افغانان یو تربله یوموټی دي او د دوې ترمنځ هیڅ ډول ژبني، قومي، مذهبي او سیمه ییز اختلافات نشته.

په عین وخت کې د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، په دې برخه کې د خلکو اندیښنو ته متوجه دی، خو که د اطلاعاتو فرهنګ وزارت دا ډول پاڼې او مستعار نومونه چې، د هېواد د ملي ارزښتونو پر خلاف خپرونې او تبصرې کوي ورپه ګوته کړي، د تړلو اقدام به یې وکړي، د دې وزارت تخنیکي مرستیال ایمل مرجان ازادي رادیو ته وویل:

((هرکله چې د انټرنېټ پرپاڼه داسې څه رامنځته کیږي چې له ملي ارزښتونو، دودونو او سیاست سره مخالف وي، د اطلاعاتو وزارت موږته په رسمي بڼه خبر راکوي او موږ يي د بندولو اقدام کوو.))

سربیره پر دې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، دوې درک کړې چې د فیسبوک له جعلي لارو د خلکو د سپکولو او د دوې ترمنځ د کرکو د رامنځته کولو هڅې روانې دي خو تصمیم نیول شوی چې په راتلونکو څو ورځو کې دغه جعلي پاڼي او اکونټونه معلوم او د بندولو په نیت یې د مخابراتو له وزارت سره شریک کړي. د دې وزارت ویاند هارون حکیمي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

((موږ د شنبې په ورځ د رسنیو د عالي شورا په غونډه کې پر همدې موضوع بحث کوو، چې په فیسبوک کې دا ډول پاڼې معلومې کړو، بیا یې د مخابراتو وزارت سره شریکې کړي چې بندې شي.))

دا وزارت وايي، رسنۍ یوبل ته د اطلاعاتو، علمي معلوماتو، پرمختګونو، تازه خبرونو او داسې نورو مهمو انکشافونو په رسولو کې مهم رول لري، خو پکار ده چې د شخصي اغراضو په خاطر ورڅخه کار وانه خیستل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG