د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ځانګړې اداره وایي چې د طالبانو له خوا د کندز ښار له لاندې کولو سره هغو لویو خطرونو ته یو ځل بیا پام اوړي چې په دې هېواد کې د بیارغونې په برخه کې د امریکا د لګول شویو میلیارډونو ډالرو پانګونې ته متوجه دي.
د کندوز ښار چې تیره اونۍ طالبانو لاندې کړ او تر اوسه افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه پرې کنټرول نه لري، د جګړو په ترڅ کې یې ډیر رغول شوي بنسټیز تاسسیات لکه بریښنا، د څښاک پاکې اوبه او داسې نور ویجاړ شوي دي.
له امنیتي اړخه هم دغې پیښې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو او د امریکا په کانګرس کې له ۲۰۱۶ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضورپه اړه بحثونه تاوده کړي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې، سیګار سرمفتش وایي؛ د کندوز پیښه ښیي چې په دې هېواد کې د بیارغونې پروژې چې امریکا پرې میلیارډونه ډالر لګولي له سترو خطرونو سره مخامخ دي.
جان سوپکو وایي، له ابتدایي امنیت پرته دا تقریباً نامکنه وه چې په دې هېواد د بیارغونې پروژې بشپړې او په دې برخه کې هڅې مخ ته یووړل شي.
د سیګار مشر له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې دا یو واقعیت دی چې د کندوز پيښې په سیمه کې د بیارغونې په برخه کې زموږ ټولې لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
واشنګټن له ۲۰۰۲م کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره شاوخوا ۱۱۰ میلیارډ ډالره بیلې کړې دي. دا چې د دغو پیسو څومره اندازه یې په کندوزکې د بیارغونې پر پروژو لګول شوی دقیقه اندازه یې نه ده معلومه خو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه چارواکي وویل چې د امریکا د دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو د پروګرام له خوا له ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته په کندوز کې څه کم ۲۵ ملیون ډالره مصرف شوي دي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې د بیارغونې وروستۍ پروژه پر یوه سړک د شګو اچول و چې څه باندې ۳۸۲ زره ډالره پرې لګول شوې دي.
د کندوز ښار چې تیره اونۍ وسله وال طالبانو لاندې کړ تر اوسه پورې افغان امنیتي ځواکونو په بشپړه توګه د دولت له وسله والو مخالفینو نه دی تصفیه کړی او د ښار پر ځینو برخو کې تر اوسه هره ورځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.
د دغو جګړو په ترڅ کې د ښار ډیر رغول شوي بنسټیز تاسسیات لکه بریښنا، د څښاک پاکې اوبه او داسې نور ویجاړ شوي او اوسیدونکي یې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د عبدالمجید په نوم د ښاریوه اوسیدونکي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي وګړو ژوند ډیر تریخ دی او دوی د ژوند د ډیرو ابتدایي اړتیاوو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د هغه په وینا بریښنا قطع شوې، د څښاک پاکې اوبه نه لري، د ناروغانو د درملنې مرکز یا کلینیک نه دي فعال او ډیرې داسې نورې ستونزې.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو وویل، هغه څه چې په کندوز کې پیښ شول، د افغانستان په سطحه یې د بیارغونې د چارو په اړه اندیښنې راپارولې دي.
هغه زیاته کړه، کله چې کندوزسقوط کوي، دا نورو سیمو ته څه پیغام ورکولای شي؟
په تیره د امنیت په برخه کې چې ایا افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې امنیت ټینګ کړي.
جان سوپکو وویل، دی دا خبره نه کوي چې ګوندې د کندوز له سقوط سره د ده په وینا اسمان راولوید بلکه هغه د یوه ریښتیني خطر، د راپاڅیدو زنګ وهي.
له امنیتي اړخه که دغې پیښې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه پوښتنې راپورته کړي د امریکا په کانګرس کې یې له ۲۰۱۶ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضورپه اړه هم بحثونه بیا تاوده کړي دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې امریکا له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د هغوی په تجهیزولو څه باندې ۶۰ میلیارډ ډالره لګولي خو د کندوز پیښې وښوده چې دوی تر اوسه پورې نشي کولای چې په خپله د وسله والو مخالفینو حملې په شا وتمبوي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان امریکایي جنرال جان کمپبل پرون د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کميټې ته د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکا د احتمالي پوځي حضور په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړل.
د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې د ریس جان مکین په ګډون ډیرو سناتورانو د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته په پام سره په دې هېواد کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکا د پوځي حضور پر دوام ټینګار کاوه.
په اوس وخت کې د امریکا څه باندې لس زره سرتیري په افغانستان کې دیره دی چې د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.
دغه ماموریت د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې پای ته رسیږي.