د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

روسي الوتکو د سوريي په ادلب او حماة کې شدیده بمباري وکړه


د روسیې جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره د سوریې د رژیم د ځمکنیو بریدونو سره سم په دوو ولایتونو کې نوې شدیده بمباري وکړه.

د سوریې د اوضاع یوې څارونکې ډلې نن وویل چې روسي الوتکو تیره شپه او نن ګهیځ لږترلږه څلور ځایونه د حماة په ولایت او درې ځایونه په ادلب ولایت کې بمبارد کړل.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې ناټو تړون وړمه ورځ له روسیې وغوښتل چې په سوریه کې خپل هوايي بریدونه ودروي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی وايي، چې د دغې شدیدې بمبارۍ د تلفاتو شمېره په فوري توګه نه ده ترلاسه شوې.

د دغې ډلې مشر رامي عبدالرحمن وویل، دا لومړی ځل دی چې روسيي هوايي قواوې د سوریې د رژیم ځمکنیو ځواکونو سره په هماهنګی په دغه هېواد کې اهدافو باندې بریدونه کوي.

هغه وویل، په حماة ولایت کې ځمکنۍ نښتې هغه مهال پیل شوې چې د دولت پلوو ملیشو په شمول د رژیم ځواکونو د روسیي الوتکو د بمبارد سره سم د مخالفینو په مورچو بریدونه وکړل.

رامي عبدالرحمن وویل چې له توپخانې او توغندیو هم سخت کار واخیستل شو او زیاته یې کړه چې د رژیم ځواکونو د دغه رپوټ تر تیاریدو کوم پرمختګ نه درلوده او د جیش الفتح په نامه د مخالفو وسله والو ایتلاف چې القاعده شبکې سره تړلې جبهه النصرت ډله هم په کې شامله ده او د ادلب شاوخوا سیمې یې په لاس کې دي دب رید په وړاندې جبهي ته نوي ځواکونه استولي دي.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څارنې ډلې رپوټ ورکړ چې روسيي الوتکو تیره شپه او نن سهار د حلب په ولایت کې هم بمباري کړې.

دغې ‌ډلې وویل چې د تیرې شپې په بمباردمان کې سلاکوټونه په نښه شول او د نن ګهیځ په بریدونو دوه ښځې او یو کوچنۍ ووژل شول.

د سوریې دولتي تلویزیون پرته له دې چې نور تفصیل ورکړي په خپل رپوټ کی وویل چې روسيي الوتکو د سوریې هوايی قواوو سره په همآهنګی په حلب کې د اسلامي دولت ډلې په مورچو بریدونه کړي دي.

روسیي الوتکو د حماة ، ادلب او حلب ولایتونو کې مخکې له دې هم بمباري کړې.

روسیي هوايي ځواکونو چې د تیرې چهارشنبې راهیسې یې د سوریې دپاسه خپل پروازونه پیل کړي دي وايي، د دغه هېواد په مرکزي او شمالي سیمو کې د اسلامي دولت ډلې په اهدافو بریدونه کوي.

خو لویدیځ هېوادونه تور لګوي چې روسیه چې د سوریې د رژیم یو اساسي ملاتړی هېواد دی، د دغو بریدونو په پلمه د بشارالاسد د رژیم منځلارې مخالفین په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG