د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

وزیري: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل چاپه ضد وکاریږي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له خاوره یې د بل چا په ضد کار واخیستل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د تاجکستان ولسمشرله افغانستان سره پولي ته د نږدې سیمو د امنیت په اړه کلکه اندیښنه څرګنده کړه.

وروسته له هغې چې د افغانستان په شمال کې جګړو زور واخیست او طالبان تېره اونۍ وتوانېدل چې له تاجکستان سره د هم سرحده کندز ولایت مرکز ترخپل کنترول لاندې راولي، د طالبانو دې پرمختګ د تاجکستان چارواکي اندېښمن کړي.

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې څوک د بل چا په ضد کار واخلي.

د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تروریزم یو نړېوال ګواښ دی او د سیمې هېوادونه یې باید په لمنځه وړلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي:

((هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاروه د بل چا په ضد باندې وکاروي، په بدخشان، تخار او کندز کې د وسله والو مخالفانو پر ضد په جګړه بوخت یو هغوی ځپو او له منځه یې وړو، هرڅوک چې اندېښنې لري، هغوی دې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، تروریزم د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره یو ګډ دښمن دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د سه شنبې په ورځ په سوچي کې د روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د لاخرابېدو په حال کې دی.

ولسمشر رحمان ویلي چې اوس مهال د تاجکستان پولي ته په نږدې، ۶۰ فیصده سیمو کې جګړه روانه ده.

تاجکستان او افغانستان 1.344کیلومتره ګډه پوله لري.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې په اګست کې وویل چې د سخت دریځو ډلو یو شمېر وسله وال غړي د افغانستان په شمالي سیمو کې د تاجکستان پولو ته نږدې سیمو ته ورتښتېدلي دي.

پرکندز د طالبانو ترحملې وروسته تاجکستان د دریايي پنج، روز وای او د تاجکستان په درواز سیمه کې د ایشکاشم لارې وتړلې او تېره ورځ یې بېرته پرانیستې.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمېر غړي وايي چې تروریزم سرحد او هېواد نه پيژني، بلکې د ټولې سیمه لپاره یو جدي ګواښ دی.

د دې جرګې غړي جمعه دین ګیانوال ازادي راډيو ته وویل څه ډول چې روسیې او تاجکستان د مخدره موادو په ضد له افغانستان سره مرسته کړې باید د تروریزم په جګړه کې هم مرسته وکړي:

((په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې جګړه ده، تروریزم دوست او دښمن نه پيژني، دا جګړه منځنۍ اسیا ته رسېدلی او روسې ته هم رسیږي، دوی دې دا مبارزه جدي ونیسي څه ډول چې روسیه د مخدره موادو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړي، همداسې دې د تروریزم په برخه کې هم مرسته وکړي.))

د راپورونو له مخې په افغانستان کې له افغان طالبانو سربېره د منځنۍ اسیا یو شمېرجنګیالي هم په جګړو بوخت دي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید افغانستان ته د پردیو جنګیالیو د تللو مخه ونیسي، ځکه د دوی په وینا یاد جنګیالي کولای شي چې وروسته خپلو هېوادونو کې هم ستونزې رامنځ ته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG