د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

عبدالرحمان رحمان: کابل ښار به هیڅکله د مخالفینو لاسته ونه لویږي


د کابل د ګارنیزیون مشر وايي چې د کابل ښار د امنیت لپاره یې امنیتي تدابیر ډير کړي دي.

د کابل د عمومي ګارنیزیون قوماندان عبدالرحمان رحمان د چهارشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل چې د هېواد مرکزبه کله هم د وسله والو مخالفینو لاس ته ورنه شي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د کندزله سقوطه وروسته د مرکز کابل یو شمېر اوسیدونکي هم د دغه ښار د امنیت په اړه اندیښنه ښيي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې وروستی ناامنی ګواښونکي ګڼي وايي چې په امنیتي ځواکونه کې د هېواد په تیره بیا د پایتخت څخه د دفاع وړتیا ویني.

که څه هم د کندز ښار او په وروستیو کې د څو ولسوالیو سقوط د کابل ښار اوسیدونکي هم اندیښمن کړي خو د کابل ګارنیزیون په ډاډ سره وايي چې په مرکز کې امنیت خوندي دی او خلک باید څه اندیښنه ونه لري.

د کابل د ګارنیزیون مشر عبدالرحمان رحمان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې که څه هم کابل د ګاونډیو ولایتونو څخه ګواښونکی دی خو په دغه ښار کې افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو ډير امنیتي تدابیر نیولي دي.

هغه په خلکو غږ وکړ چې ورځینو چارو او کارونو ته په عادي ډول ادامه ورکړي:

((لطفاً په ګرم زړه او د مسونیت له احساس سره خپل ورځينی ژوند کوی، د کابل د ګارنیزیون قومندانۍ او د قوماندانۍ قرارګاه د خدمتګارانو په حیث شپه ورځ ستاسې په خدمت کې دي، د ګارنیزیون منسوبین ستاسې زامن او وروڼه دي او په مهربانۍ سره تاسې پرې اعتماد وکړئ.))

ښاغلی رحمان وايي چې عام خلک، د جوماتونو ملا امامان، د قریو او حوزو وکیلان او د معاملو د لارښوونې دفترونه له دوی سره نږدې اړیکې لري او وسله وال مخالفین نه شي کولای لکه د کندز هنر دلته تکرار کړي.

د کابل لوړ پوړي امنیتي چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په هېواد کې وروستیو ناامنیو د کابل ښار اوسیدونکي هم اندیښمن کړي او وايي چې دا اندیښنې یې مخ په زیاتیدو دي. د کابل ښار اوسیدونکي چې له ازادي راډیو سره یې اندیښنې شریکې کړي دي:

((موږ اندیښمن یو که د چارواکو ترمنځ ځان ځاني همداسې دوام وکړي نو هیڅ شک نه شته چې د کابل سقوط ته خپله زمینې برابریږي.))

۲: د کابل وضعیت سم نه دی خلک اندیښمن دي تیره شپه زموږ په ګاونډ کې خلک ویل چې باید د څو میاشتو خوراکي مواد واخلو ځکه چې د کابل په ښار کې هم د نظامي تحرکاتو امکان لرې نه دی.))

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې که څه هم خلک وروستیو ناامنیو ډار کړي خو دوی باور لري چې افغان امنیتي ځواکونه د پایتخت او نورو لویو ښارونو د امنیت ساتلو وړتیا لري.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړی محمد ابراهیم ملکزاده په دې اړه وايي:

((زه شخصاً د کابل له سقوطه څه اندیښنه نه لرم، په اټکلي ډول شاید حملې هم دوام وکړي خو دا داسې نه ده چې حکومت لکه د کندز په شان سقوط وکړي.))

بل خوا امنیتي کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید د کابل د امنیت په خاطرد کابل ګاونډي ولایتونه هم له ګواښ څخه پاک او د کابل لپاره هم امنیتي تدابیر او د تالاشی پوستې ډيرې کړي.

امنیتي منسوبین بیا وايي چې د هر ډول ممکنه پیښې د مخنیوی په خاطر یې د ټولو ارګانونو ترمنځ همغږي ډيره کړي او وسله والو ته به اجازه ورنکړي چې په مرکز کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG