د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

بیدار:د کندز پر ام اس اف روغتون د حملې عاملین دې محاکمه شي


د افغانستان د بشري حقوقو ویاند رفیع الله بیدار
د افغانستان د بشري حقوقو ویاند رفیع الله بیدار

د افغانسان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون او ولسي جرګې په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې د هوايي حملې د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

دوی په دې پېښه کې د نړېوالو معذرت غوښتل او تشه اشتباه منل د نه منلو وړ بولي او وايي چې افغان حکومت باید په دې اړه جدي دریځ خپل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست په دې پېښې اندېښنه ښکاره کوي او وايي چې له بشپړ پلټنو وروسته به په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان په کندز ښار کې په یوه روغتون هوايي حمله اشتباه وبلله، د افغانستان ولسي جرګې او د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دا د نه بخښې وړعمل دی.

دا افغانستان د بشري حقوقو ویاند رفیع الله بیدار وايي، چې په جګړه کې ښکېلې خواوې دا حق نه لري چې په ملکي تاسیساتو حملې وکړي.

ښاغلي بیدار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

((دا چې د کندز ښار په بیا نیولو کې د افغان او نړېوالو ځواکونو په حمله کې په روغتون حمله ترسره شوه، د جګړې دواړو خواوې نه باید په ملکي تاسیساتو حملې وکړي، اوس چې ملکیانو ته زیان اوښتې، زموږ غوښتنه همدا ده چې د ځواب ورکونې میکانیزم تقویه شي او چا چې دا کار کړی باید ځواب ورکړي، یواځې په دې چې معذرت وغواړي بسنه نه کوي بلکې د هغه چا د قناعت لپاره چې زیان ورته رسېدلی د بشري حقوقونو خپلواک کمېسیون هم په دې برخه کې خپلې څیړنې کوي.))

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ نړېوالو ځواکونو په یوه هوايي حمله کې د کندزپه ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو یو روغتون په نښه کړ چې نږدې شل تنه په کې ووژل شول.

ویل کیږي چې په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون دولس کارکوونکي شامل دي.

له دې پېښې وروسته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له کندزه خپل کارکوونکي وویستل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل ویلي چې په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې هوايي حمله یوه اشتباه وه او امریکا هیڅکله هم په روغتیايي مرکزونو باندې حملې نه کوي.

د ښاغلي کمپبل دا څرګندونې د افغانستان د ولسي جرګې له تند غبرګون سره مخ شوې.

د دې جرګې لومړي منشي عبدالروف انعامي د حکومت له لوري د ملکي وګړو د ځان او مال ساتنې ته په اشارې سره وویل چې په دې پېښه کې نړېوال قوانین تر پښو لاندې شوي او باید عاملین یې مجازات شي:

((دا په یوازې معذرت غوښتلو باندې بسنه نه کوي، زموږ غوښتنه له نړېوالې ټولنې او بشر حقونو نړېوال سازمان څخه دا ده چې یاده موضوع په امنیت شورا کې تر بحث لاندې ونیسي، دلته نړېوال قوانین تر پښو لاندې شوي، موږ غواړو چې عاملین وپيژندل شي او مجازات شي.))

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشرمحمد اشرف غني په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ له قوماندانه غوښتي چې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې د هوايي حملې په اړه ه هر اړخیزه او بې طرفه پلټنه وکړي.

د جمهوري ریاست ویاند ظفرهاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((د ملکیانو تلفات او هغه کسان چې په سختو شرایطو کې لکه ډاکټران چې کوښښ کوي ناروغان تداوي کړي په دې افغان ولسمشر سخت خپه شوی او اندېښنه یې ښکاره کړې ده، تحقیقات روان دي، د تحقیقاتو د نتایجو په نظر کې نیولو سره موږ کولای شو وروستي ګامونه پورته کړو.))

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو ویلي و چې به کندز کې په روغتون باندې د هوايي حملې غوښتنه د افغان ځواکونو له خوا شوې وه، خو د افغانستان دفاع وزارت دا یو ټکان ورکوونکې پېښه بولي او ویلي یې دي چې دوی په دې برخه کې د حملې د څرنګوالو پلټنو ته منتظر دي.

که څه هم په تېرکې دېته ورته پېښې رامنځ ته شوې وې، خو خلک وايي چې په دې اړه د افغانانو مدني حرکتونو او اعتراضونه بې ګټې ول او د دې ډول پېښو نتایج د کاغذ پرمخ پاتې شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG