د بهرنیو استخباراتو لاسوهنې، د منظمې ستراتیژۍ نشتوالی او د امنیتي ځواکونو د سیمه ییزو مشرانو ناغیړي د کندز د سقوط اصلي عوامل دي.
دا خبرې په ولسي جرګې کې د کندز ښار یو شمېر استازي، افغان سیمه ییز چارواکي او عام وګړې کوي.
له بلې خوا د کندز پخوانی والې عمر ساپی وایي چې په کندز کې د یو شمېر مدرسو فعالیتونه د دې سبب شول چې کندز ښار سقوط وکړي.
د کندز ښار اوسیدونکي، د ولایتي شورا غړي او د دې ولایت پخواني چارواکي د کندز ښار د سقوط په اړه ضد او نقیضې خبرې کوي.
د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي وایي چې کندز ښار د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله سقوط وکړ:
((اصلآ د مرکزي حکومت نه پاملرنه د دې سبب شوه چې کندز دې حالت ته ورسیږي، موږ د خلکو په استازیتوب په کراتو کراتو خپل غږ اوچت کړی چې کندز وضیعت ښه نه دی باید ورته توجه وشي، خو چا زموږ غږ وانه وریده، کله چې والي د ولسمشر استازی له دې مسالې خبر وي چې کندز وضیعت ښه نه دی نو بیا سوال په کوم ځای کې پاتې کیږي.))
وسله والو طالبانو د تیرې اونۍ د دوشنې په ورځ د کندز ښار ونیوه خو افغان حکومت وايي چې اوس کندز ښار د دوې په کنټرول کې دی او تصفیوي عملیات پیل شوي دي.
له بلې خوا په ولسي جرګې کې د کندز یو شمېر استازي وایي چې کندز د دې ولایت د پخواني والې محمد عمر ساپي د ناسم مدیریت او غلتو پریکړو له وجې سقوط وکړ. د ولسي جرګې غړي عبدالودود پیمان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
((زما په باور هغه اربکیان چې د نظام په داخل کې د والي د غلتو پیژندګلویو له مخې چې تجربه یې نه لرله ونیول شول دوې هم مهاله هغه همکاري او روابط چې له طالبانو سره لرل دوې یو دم د دفاعې کرښو شاته د شپې په دریو بجو حمله وکړه.))
خو د کندز پخواني چارواکي په دې ښارکې د حکومت پرضد د یو شمېر مدرسو فعالیتونه د دې ښار د سقوط لوی علت ګڼي. د کندز پخواني والي محمد عمر ساپي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
((له دغو مدرسو یوه هم سراج المدارس په نوم یوه مدرسه وه چې ۷ زره طالبان یې لرل، د دې مدرسې هر طالب انتحاري و، دا په داسې حال کې وه چې ما په کراتو له مرکزي حکومته غوښتي وو چې دا مدرسه جواز نه لري او باید وتړل شي ځکه چې دا ډيره خطرناکه ده، خو چا په دې اړه اقدام ونه کړ، علت د دې چې کندز ښار څنګه سقوط وکړ همدا وو چې دغه طالبان د ښار په داخل کې نورو طالبانو ته یوه ورځ مخکي زمینه سازي وکړه، طالبان د ښار داخل ته انتقال شول دوې ته وسلې ورکړل شوې او ښار له داخله سقوط وکړ.))
نوموړي همدارنګه په دې ښارکې د دوه زره غیرمسوولو وسله والو او په بېلابېلو مرحلو کې له طالبانو ملاتړ د دې ښار د سقوط بل علت یادوي.
خو دا چې د کندز د سقوط په اړه د دې ښار اوسیدونکي څه وایې؟ د کندز ښار د یو شمیر اوسیدونکو نظرونه اورو:
((د کندز د سقوط علت همدا و چې مرکزي حکومت د طالبانو په وړاندې اقدام ونه کړ، حکومت له پخوا له دې خبر و چې طالبان به په کندز حمله کوي، خو هیڅ یو اقدام ونه شو.))
((په مجموع کې غفلت د حکومت له خوا و چې کندز له سقوط سره مخ شو، له دې وړاندې حتی امنیتي ځواکونو هم ویلي وو چې کندز سقوط کوي، خو متاسفانه چې دولت هیڅ ډول همغږي نه لرله.))
د کندز د سقوط په اړه د افغانستان لوړ پوړي چارواکي بېلابېل نظرونه لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې ویلي چې د وسله والو مخالفانو له لوري د یو شمېر ښارونو او ولسوالیو سقوط د پاکستان یوه نوې توطئه ده.
علومي وویل چې د دې توطئې له مخې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګر روزي، د عملیاتو په فشار یې افغانستان ته رالیږي او اوس یې داسې هڅې پيل کړي چې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون افغانستان ته د مخالفینو لښکر راولیږي.
له بلې خوا د ملي وحدت حکومت اجرایيه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د دوشنبې ورځې په ناسته کې وویل چې د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې یې دا واضحه کړه چې د افغانستان د ناامنیو لامل د پاکستان له خوا د ترهګرو ملاتړ دی.
ښاغلي عبدالله وویل چې د کندز نیول هم یوه توطئه وه او په دې برخه کې یې د حکومت په کمزورۍ اعتراف وکړ.
په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل هم د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې د کندز د سقوط له امله له خلکو بخښنه وغوښته.
په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د کندز پیښې ته په اشارې وویل چې دا یوه استخبارتي جګړه ده او مخالفان باید په دې پوه شي چې افغان حکومت ته سقوط نه شي ورکولای.
د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وایې چې، د تیرې اونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې چې په کندز کې جګړه روانه ده ملکي وګړو ته هم ډير تلفات اوښتي خو د دقیق شمیر په اړه څه ندي ویلي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې پدې جګړې کې تراوسه څه باندې څلور سوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویلي .
دا مهال په کندز کې د جګړې له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي چې په نورو ولایتونو کې په ناوړه وضیعت کې ژوند کوي.
د کندز اوسیدونکي وایې، که چېرې حکومت د وسله والو مخالفانو په ځپلو کې له جدیت نه کار وانخلي نو لرې به نه وي چې کندز سره نژدې نور ولایتونه هم د کندز له برخلیک سره مخامخ شي.
ناجیه ساپۍ