د افغانستان د څېړنې او ارزونې د بنسټ وروستۍ موندنې ښيي چې د دغه هېواد په ښوونځیو کې سیاسي فعالیتونه او د افراطیانو حضور زیات شوی دی.
که څه هم افغان حکومت په ښوونځیو کې په هر ډول سیاسي فعالیت بندیز لګولی دی؛ خو یوه تازه سروې ښيي چې په ښوونځیو کې سیاسي فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي.
د افغانستان د څیړنې او ارزونې په نوم یوه څېړنیز بنسټ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې داسې شواهد موجود دي چې د ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي د فعالو ترهګرو ډلو له خوا جذب شوي دي.
د دغه بنسټ یوه څېړونکي علي محمد علي وویل چې د افغانستان امنیتي ارګانونه باید په ښوونځیو کې د تندلارو د فعالیتونو مخه ونیسي.
«دا د افغانستان د امنیت ریاست،د کورنیو چارو وزارت او د امنیت شورا کار دی چې په ښوونځیو کې د تندلارو افراطي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یوه ملي پالیسي جوړه کړي. که نه نو افغانستان خو هسې هم له لانجو سره مخ دی نو له یوه ډېر لوی سیمه ییز ناورین سره به مخ شي.»
ښاغلي علي وویل چې په ښوونځیو کې داسې وضعیت کولای شي په هېواد کې د ځوانانو تر منځ تندلاریتوب او سیاسي بې ثباتې ته لار هواره کړي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ وايي چې د ښوونځیو زده کوونکي فکر کوي چې د یوه سیاسي تحرک له ملاتړ پرته په ازموینو کې لوړې نمرې، په پوهنتون کې داخله او له هغې وروسته دندې نه شي ترلاسه کولای.
د یاد بنسټ چارواکي وايي افغان حکومت ددې لپاره چې په ښوونځيو کې سیاسي فعالیتونه بې ثباتي رامنځته نه کړي، د روزنیزو تګلارو په اغیزمنتیا له سره غور وکړي.
خو د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل وايي چې د څېړنې او ارزونې د بنسټ دا رپوټ یې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلی حقمل وايي چې د افغانستان د پوهنې په نظام کې په هېڅ ډول د سیاسي ګوندونو او ډلو فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کیږي.
«متاسفانه تر اوسه پورې مو په رسمي توګه دا رپوټ نه دی تر لاسه کړی چې د پوهنې وزارت رسمی دریځ یې په اړه اعلان کړو. خو د افغانستان د پوهنې په اصولو کې سیاسي،نظامي او ګوندیزو فعالیتونو ته اجازه نشته.»
له دې وړاندې د افغانستان په پوهنتونونو کې هم د سیاسي فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودل شوې وه او ویل کېده چې ځینې محصلین د بیلابیلو سیاسي ډلو د ګټو لپاره کار کوي.
خو افغان حکومت تل ټینګار کړی دی چې په روزنیزو او اکاډمیکو ځایونو کې سیاسي فعالیتونه بند دي.
راپور: صفي الله ستانکزی